پاسپورټ

ننګرهار کې د پاسپورټ‌غوښتونکو زیاتېدونکی شمېر؛ امکانات کم او ګڼه‌ګوڼه ډېره ده

اطلاعات روز: ننګرهار کې پاسپورټ اخېستونکې د چارو له ځنډ شکايت کوي. دغه ولایت کې پاسپورټ اخېستونکي شکايت کوي چې په مياشتو مياشتو ورته د پاسپورټ اخېستو وخت نه ورسېږي او غوښتنه يې دا ده چې بايد په دغه برخه کې اسانتيا رامنځته شي.

نور ګل د ننګرهار یو تن اوسیدونکی چې د پاسپورټ امریت ته د پاسپورټ د ترلاسه کیدو په موخه راغلی، هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دا اوس په ننګرهار کې د پنځلس ورځو لپاره د پاسپورټونو لپاره نوي غوښتنليکونه نه اخېستل کېږي او يوازې د هغو کسانو پروسه مخته وړل کېږي چې چارې يې له وړاندې پيل کړې وي.

نوموړی همداراز شکایت کوي، چې هره ورځ راځي خو د بايومټريک وخت نه ورسېږي.

نورګل زیاتوي: «دا څو ورځې وشوې چې د ننګرهار امنیه قومندانۍ پاسپورټ مدیریت ته راځو خو زمونږ عریضې نه اخلي وایي، بله ورځ راشي خو چې راشو دلته بیرو بار زیات وي او خلکو ته په خپل وخت بایومتریک نمبر نه ورسیږي، غوښتنه کوو چې ننګرهار کې د پاسپورټ اخیستو په برخه کې شته ستونزې حل شي، ځکه د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته ده او دلته امکانات په کمه اندازه دي د ټولو ضرورت نشي پوره کولای.»

د خالد په نامه یو بل تن چې د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ اوسیدونکی دی هغه له اطلاعات روز ورځپاڼې په خبرو کې وویل، که څه هم فساد او واسطه نشته خو د خلکو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله پر وخت پاسپورټونه نه شي تر لاسه کېدلی.

هغه غوښتنه کوي چې د پاسپورټ عمومي رياست دې د ننګرهار پاسپورټ امريت ته د پاسپورټونو د چاپ په برخه کې زياته ونډه ورکړي.

خالد زیاته کړه: «د پخوا په شان دلته فساد کم شوی او هم د کمیشنکارۍ مخه یو څه نیول شوې خو بیا هم ځینې خلک او کمیشنکاران پیدا کیږي، چې بې نوبتي رامنځته کړي او یا فساد ته لاره هواره کړي، مونږ له طالب چارواکو غوښتنه کوو، چې د فساد مخه دې ونیسي او نورې اسانتیاوې دي رامنځته کړي.»

بل لور ته مسولين بيا د پاسپورت په برخه د اسانتياوو د رامنځته کيدو ترڅنګ د لا ډيرو اسانتياو د رامنځته کيدو ژمنه کوي، خو د مرکز څخه دې ولايت ته د کمې ونډې ورکړه د دوی د کارونو پر وړاندې يو ستر خنډ يادوي.

د ننګرهار د پاسپورټ امر مولوي خليل رحمن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل چې دوی ته د ورځې له دوو زرو د ډېرو کسان غوښتنليکونه راځي، خو دوی يې لږ تر لږه تر ۷۰۰ کسانو بايومټريک اسانتيا لري خو مرکز يوازې د ورځې ۱۵۰ پاسپورټونه چاپوي.

د نوموړي په خبره دا چاره د دې لامل شوې چې ورځ تر بلې د خلکو ګڼه ګوڼه زياتېږي او شکايتونه لوړېږي، خو وایي د چارو د سمون لپاره يې په لنډمهالي ډول د ۱۵ ورځو لپاره د نويو غوښتلينکونو لړۍ بنده کړې او نورې اسانتياوې يې هم رامنځته کړې دي.

د ننګرهار د پاسپورټ امر مولوي خليل رحمن زیاته کړه: «د ننګرهار پاسپورټ مدیریت ته هره ورځ له دوو زرو د ډیرو کسانو غوښتنلیکونه راځي او غواړي پاسپورټونه ترلاسه کړي، خو مونږ یوازې د ورځې د ۷۰۰ کسانو د بایومتریک په کیدو بریالي کیږو او همداراز د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره ده خو دلته زمونږ امکانان کم دي که چیرې په کاري پرسونل او نورو برخو کې همکاري وشي د مرکز څخه نو ډاډمن یو، چې دلته به دپاسپورټ د ورکړې لړۍ اسانه شي او دا پشنهادونه مو کړي او هیله مندي ډیره ده چې د پاسپورټ په ورکړه کې به شته ستونزې ټولې حل شي.»

 د پاسپورټ امر وايي، چې په تېرو تېرو مياشتو کې يې د پاسپورټونو جوړېدو له اړخه تر ۹۰ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي او د مرغومي له ۱۷مې تر اوسه نور عوايد هم راټول شوي چې دوی يې لا راپور نه دی چمتو کړی.

د يادونې وړ ده چې لا هم هره ورځ سلګونه خلک د پاسپورتونو د ترلاسه کيدو په خاطر د ننګرهار امنيه قوماندانۍ ته مراجعه کوي.