ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په وضعیت غونډه کوي

اطلاعات روز: افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) وایي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان وضعیت په تړاو غونډه کوي.

یوناما پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي چې امنیت شورا دغه غونډه سبا (چهارشنبه، د سلواغې په ۶مه) د افغانستان پر وخت ۷ نیمې بجې پیل شي.

یوناما دغه راز ویلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز او د ناروې د بهرنیو چارو وزیره انیکین هویتفیلت به د امنیت شورا غونډې ته معلومات وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دغه سازمان له وړاندې افغانستان کې د بشري ناوړه وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه او له نړیوالو یې غوښتي ول چې افغانانو سره بېړنۍ مرستې وکړي.