اطلاعات روز: ختیځ کې طالب چارواکي وايي، د کونړ ولايت پر سرکاڼو ولسوالۍ د پاکستاني نظامیانو له لوري په راکټي بريدونو کې يو ماشوم وژل شوی دی.
په ختیځ کې د طالبانو د لومړۍ سرحدي لوا ویاند حمدالله همدرد نن (پنجشنبه، ۷ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې وړمه ورځ د پاکستان له لوري د راکیټي بریدونو له امله یو ماشوم وژل شوی او هم یې ځایي خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.
ښاغلي همدرد دغه راز زياته کړه چې که پاکستاني نظامیان پر کونړ بريدونو ته دوام ورکړي، نو دوی به یې هم پر وړاندې غلي پاتې نشي.
بل خوا د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند «ګلاب پړۍ» سيمې ځایي خلکو اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې وړمه ورځ پاکستاني نظامیانو د دوی سيمه پر راکټونو وېشتلې او له امله يې يو ۱۲ کلن ماشوم وژل شوی دی.
پر کونړ د پاکستان له لوري داسې مهال راکیټي بریدونه کیږي، چې تازه طالبانو د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې ۳۲ نوې امنیتي پوستې جوړې کړي او ویلي یې دي چې موخه یې له یادو پوستو د پاکستان د بریدونو مخنیوی دی.
