طالبان

د ګردېز ښاروالۍ طالب مسوولین: عواید مو پام وړ لوړ شوي

خبریال: حبیب‌الله سراب

د ګردېز ښاروالۍ له لوري په کلني حساب ورکولو غونډه کې د هغو پروژو په اړه مالومات وړاندې شول، چې د تېر حکومت مسوولین یې په عملي کېدو بریالي نه شول.

د ګردېز ښار ماسټرپلان د تطبیق عملي پیل، د ښاري نظم په موخه د اصنافو تقسیم بندي، د بندو لارو خلاصون او د تخریب شویو سړکونو بیا رغونه یې هغه کړنې دي، چې د ښاروالۍ له لوري په تېرو پنځو میاشتو کې ترسره شوې دي.

په ګردېز ښاروالۍ کې د خصوصي سکتور مدیر امید ګل صابري وویل: «مونږ په تېرو پنځو میاشتو کې د ښار لویدیځ او ختیځ لورته هغه لسګونه متره سړکونه بیرته رغولي، چې تخریب شوي و، د تقسیم بندي برخه کې مو قصابان، سبزي خرڅونکي او نور هټۍ والو  ټاکل شویو مارکېټونو ته انتقال کړي دي او هم مو بندې لارې چې ښار ته راغلې وې، هغه خلاصې کړي دي.»

د امیدګل په وینا چې په تېرو پنځو میاشتو کې یې سلګونه جریبه دعوه ګیره ځمکه او ودانۍ له غاصبینو راګرځولې دي.

نوموړی وايي: «مونږ په تېره موده چې نظام بدل شوی له ۲۵ زره څخه زیاته ځمکه چې دعوه ګیره وه، بیرته راګرځولې او هم مو د نورې ځمکې او ملکیتونو د غصب مخنیوی کړی دی، دغه ځمکه چې په ناقانونه ډول ورباندې ودانۍ جوړې شوې وې، دوسیې مو قضایه ارګانونو ته سپارلې دي.»

د ګردېز ښار ماسټرپلان د تطبیق عملي پیل، د ښاري نظم په موخه د اصنافو تقسیم بندي، د بندو لارو خلاصون او د تخریب شویو سړکونو بیا رغونه یې هغه کړنې دي، چې د ښاروالۍ له لوري په تېرو پنځو میاشتو کې ترسره شوې دي.

د پکتیا اوسېدونکي هم د ښاروالۍ وروستۍ کړنې ستايي او غوښتنه کوي، چې په دې ولایت کې هغه پروژې هم بشپړې کړي، چې په تېر نظام کې یې چارې د فساد او ځینو تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلې وې.

په دې اړه قومي مشر وکیل ګلزار وویل: «ښاروالۍ په تېر نظام کې د لسو کلونو په موده کې دومره کار او خدمت و نه کړ، لکه په تېر پنځو میاشتو کې، مونږ د کوم نظام ملاتړ نه کوو، خو اوس چې ښاروالۍ کوم کارونه کړي او یا هم لګیا دي، د ستاینې وړ دي، خو دوی باید ځینې مهمې پروژې په راتلونکي کال کې چې هغه د مامورینو ښارګوتۍ او د حلقوي سړک پروژه ده، عملي کړي.»

ګردېز ښاروال شریف الله الهام وايي، د نوي کال له پیل سره سم به د ښاري ماسټرپلان د پاتې برخې تطبیق، د غصب شویو ځمکو بیا راګرځونه او د مامورینو ښارګوتي د چارو پیل ته لومړیتوب ورکوي.

هغه وویل: «هغه پلان چې مونږ جوړ کړی، په راتلونکي کال کې به یې عملي کوو، په یاد پلان کې د مامورینو ښارګوټۍ، د بودیجې چمتو کول، د ماسټرپلان د پاتې برخې عملي کول او ځینې نورې پروژې شاملې دي.»

ګردېز ښاروال شریف الله الهام وايي، د نوي کال له پیل سره سم به د ښاري ماسټرپلان د پاتې برخې تطبیق، د غصب شویو ځمکو بیا راګرځونه او د مامورینو ښارګوتي د چارو پیل ته لومړیتوب ورکوي.

په همدې حال کې بیا د پکتیا والي محمد علي جان احمد د ښاروالۍ ریاست په مسوولینو ټینګار وکړ، چې له ځنډ پرته د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وکړي، د هغه په وینا، پکار ده، چې د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړل شي.

والي وايي: «دلته چې پخوا ښاروالۍ او یا هم کوم بل ریاست ښه خدمتونه ولس ته نه شوای وړاندې کولی، لامل یې فساد او شخصي اهداف و، خو زه اوس په تاسو د ښاروالۍ په مسوولینو، مدیرانو او نورو کارمندانو دا ټینګار کوم، چې ولس ته په رښتوني ډول خدمت وکړئ او له شخصي ګټو تېر شئ.»

د تر لاسه شویو مالوماتو له مخې، چې په تېرو پنځو میاشتو کې د ګردېز ښاروالي له لوري له بېلابېلو عایداتي سرچینو څه کم ۱۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د ګردېز ښاروالۍ له لوري د حساب ورکونې غونډه جوړیږي، ښاریان ځکه له روانو چارو خوښ دي، چې تر ډېره د فساد او په ښار کې د بې نظمیو مخه نیول شوې ده.