ځاځي اریوب

تېرو دوو میاشتو کې د اریوب ځاځي له یوه کلي ۱۰۰ ځوانان بهر ته په ناقانونه لارو تللي

خبریال: حبیب‌الله سراب

ځاځي اریوب د پکتیا ولایت له لرې پرتو او ګڼ نفوسه ولسوالیو ګڼل کیږي، چې د تېر نظام پر مهال یې ډیری ځوانانو په دولتي او امنیتي ادارو کې دندې درلودې، خو د نظام له سقوط وروسته هماغه ځوانان بې روزګاره شول او د پیسو ګټلو لپاره یې بهر ته د تګ هڅه پیل کړه.  

له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې په دې ولسوالۍ کې د نورو سیمو ترڅنګ د «لر لېوني» په نوم له یو کوچني کلي شاوخوا ۱۰۰ ځوانانو خپل کورونه پریښي او په ناقانونه لارو بهر ته تللي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، په تللو ځوانانو کې یې ډيری د تېر نظام سرتیري و، چې په کور دننه یې روزګار نه درلوده.

د لر لیونیو کلي اوسېدونکي مطیع الله مدني اطلاعات روز ته وویل، چې په تېر نظام کې ډیری ځوانانو په امنیتي او ملکي ادارو کې دندې درلودې او له دې لارې به یې د کورنۍ اقتصادي ستونزې حل کولې، خو د نوموړي په وینا چې د نظام له سقوط وروسته دغه ځوانان د بې روزګارۍ له امله د خپل کلي پرېښودو ته اړ شوي او د پیسو ګټلو لپاره د ایران له لارې بهر ته په ناقانونه لارو تللي دي.

هغه وویل: «یوازې زمونږ له کلي په تېرو شاوخوا دوو یا درې میاشتو کې له ۱۰۰ ډېر ځوانان د ایران له لارې ترکیې او یا هم له هغه ځایه اروپايي هیوادونو ته تللي دي، دوی دغو ستونزمنو لارو ته د تګ زړه له مجبوریته وکړ، ځکه پخوا یې په تېر نظام کې دندې درلودې، خو اوس بې کاره و او په کور ناست و، خو د خپلو اقتصادي ستونزو د حل لپاره یې دغه اقدام کړی دی.»

له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې په دې ولسوالۍ کې د نورو سیمو ترڅنګ د «لر لېوني» په نوم له یو کوچني کلي شاوخوا ۱۰۰ ځوانانو خپل کورونه پریښي او په ناقانونه لارو بهر ته تللي دي.

مدني همدا راز وویل، چې لاهم د ځوانانو تګ دوام لري او په خبره یې که د نوي حکومت له خوا په کور دننه کاري فرصتونه برابر نه شي، نو پاتې ګڼ ځوانان به هم بهر ته په مرګونو لارو تګ ته مجبوره شي.

نوموړی وايي: «دلته ځوانان زیاتره وزګار نه لري، ځکه بهر ته ځي، لس ځوانان پرون لاړل په نیمروز کې یې ټکټونه وکړل او ۱۷ نورو چې زه څومره مالومات لرم پلان جوړ کړی او د ایران له لارې ترکیې ته اوړي، نو که دغو ځوانانو ته کاري زمنیه برابره شوې وای، دوی نه مجبوره کېدل، چې خپل هیواد او کلی پرېږدي.»

په همدې حال کې بیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ کې لر لیونیانو د کلي مشر نقیب الله مومن اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د بې روزګارۍ او ځینو امنیتي ستونزو له امله ګڼ ځوانان چې زیاتره برخه کې د تېر نظام امنیتي سرتیري او زده کړیالان و، ترکیې هیواد ته په قاچاقي لارو د مزدوۍ لپاره تللي دي.

مدني همدا راز وویل، چې لاهم د ځوانانو تګ دوام لري او په خبره یې که د نوي حکومت له خوا په کور دننه کاري فرصتونه برابر نه شي، نو پاتې ګڼ ځوانان به هم بهر ته په مرګونو لارو تګ ته مجبوره شي.

نوموړي په دومره تعداد د ځوانانو تګ د اندېښنې وړ وباله او وویل، چې دا به د ټولنې په روان پرمختګ منفي اغېز وکړي.

مومن وايي: «که زده درته واویم، باور وکړئ، چې زیاتره داسې کورنۍ شته، چې په دې وروستیو ورځو کې له هرې کورنۍ دوه یا درې ځوانان هتما تللي دي، زه دا د اندېښنې وړ ځکه بولم، چې تللي خلک اکثره لوستي ځوانان دي، پوهنتونونه یې خلاص کړي، خو دلته د دندې زمینه نه دی روته مساعده، نو ځکه تګ ته مجبور شوي دي.»

د ځاځي اریوب ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي نوید عزیز بیا وايي، د نظام له سقوط وروسته هغه ځوانان اوس په سیمه کې نه لیدل کیږي، چې پخوا به یې دندې درلودې او یا به هم پېژندګلوی و، د نوموړي په وینا زیاتره کسان د پیسو ګټلو لپاره مرګونو لاره ته د تګ ملا تړلې ده.

عزیز په دې اړه وویل: «مونږ په ځاځي اریوب کې زیات ملګري لرو او ډېر ځوانان پېژنو، خو اوس نه لیدل کیږي، چې له چا یې هم پوښتنه وکړو، نو وايي، هغه ایران یا ترکیې ته تللی دی، په هره سیمه کې دا وضعیت دی او ځوانان له خپلو کورونو د فرار په لټه کې دي.»

د ځاځي اریوب ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي نوید عزیز بیا وايي، د نظام له سقوط وروسته هغه ځوانان اوس په سیمه کې نه لیدل کیږي، چې پخوا به یې دندې درلودې.

د ایران او ترکیې له لارې اروپايي هیوادونو ته د افغانانو تګ هغه مسله دی، چې له کلونو راهیسې دوام لري او په یاده لاره لسګونه ځوانان د ماهیانو خوراک هم شوي دي، خو د خلکو اقتصادي ستونزې هغه لاملونه دي، چې ځوانان یې دې کار ته مجبوره کړې دي.