ذبیح الله مجاهد

مجاهد: د افغان ښځو شرعي حقوقو ورکړې ته ژمن یو

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد وایي، د طالبانو حکومت د ټولو افغان ښځو شرعي حقوقو ورکړې ته ځان ژمن بولي.

نن شنبه د کب ۱۸مه او د زېږدیزې مارچ میاشتې اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده. ذبیح‌الله مجاهد په همدې تړاو پر خپل ټوېټر د افغان ښځو په اړه د طالبانو حکومت دریځ څرګند کړی دی.

ښاغلي مجاهد په دې ټوېټ کې د ښځو نړیواله ورځ افغان مېرمنو ته د هغوی د «مشروع» حقونو غوښتنې یو ښه فرصت یاد کړی دی.

نوموړي لیکلي: «د ښځو نړیواله ورځ یو ښه فرصت ده چې زموږ افغان میرمنې په کې د خپلو مشروع حقوقو غوښتنه وکړي. موږ د خپلو افغان میرمنو له حقوقو څخه ساتنه او دفاع کوو.»

د ښځو په اړه د طالبانو حکومت دا دریځ داسې مهال دی چې پر دوی په دې اړه خورا نیوکې دي او ویل کېږي چې طالبان له افغان مېرمنو ان لومړني انساني حقونه اخیستي دي.

واک ته د طالبانو رسېدو سره، په ځانګړي ډول زده‌کړیزو، سوداګریزو او سیاسي برخو کې د افغان مېرمنو یوې خوا ته کول هغه څه دي چې کوردننه او نړیوال پرې د نیوکې سخته ګوته نیسي.