کتابتون

پکتیا کې د کتابونو خرڅلاو او مطالعې دود پیکه شوی

خبریال: حبیب الله سراب

په پکتیا ولایت کې د کتاب پلورنځیو مسوولین وايي، د نظام له سقوط او د تعلیمي مرکزونو د اوږدې رخصتۍ له امله د کتابونو په خرڅلاو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د دوی په وینا چې د اقتصادي ستونزو له امله نه یوازې د کتاب اخیستل کم شوي، ترڅنګ یې ځینې ځوانان دې ته هم مجبوره شوي، چې پیرل شوي کتابونه د بیرته پلور لپاره کتاب پلورنځیو ته راوړي.

کتاب پلورونکي وايي، په تېر کې اوږده رخصتي، اقتصادي بحران او ټولنیزې شبکې هغه لاملونه دي، چې د کتاب خرڅلاو یې د پام وړ راکم کړی دی.

په مرکز ګردېز کې د یو کتاب پلورونځي مسوول بسم الله سعید اطلاعات روز ته وویل، چې د کتابونو د نه خرڅلاو له امله اوس د خپل دوکان کرایه هم نه شي پوره کولی.

هغه وايي: «مونږ پخوا ډېر ښه کاروبار درلود، ځوانان او د پوهنتون محصلین به راتلل او له مونږ څخه به یې کتابونه اخیستل، خو اوس ځینې ځوانان هم راځي، چې په خپل کور کې د شته کتابونو خرڅلاو ته مجبوره شوي دي او دلته یې مونږ ته د پلور لپاره راوړي.»

کتاب پلورونکي وايي، په تېر کې اوږده رخصتي، اقتصادي بحران او ټولنیزې شبکې هغه لاملونه دي، چې د کتاب خرڅلاو یې د پام وړ راکم کړی دی.

د یو بل کتاب پلورنځي څښتن نور رحمان هم د کتابونو د خرڅلاو په اوسني پیکه حالت ناخوښ دی، نوموړي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې په تېر کې به دوی ته د پوهنتون زده کړیالان، د ښوونځیو زده کوونکي او د ازادې مطالعې ځوانان د بېلابېلو کتابونو د اخیستلو لپاره راتلل، خو د هغه په وینا چې اوس دا حالت ۸۵ سلنه راکم شوی دی.

رحمان د پوهنتونونو په بیا پیل خوښ دی او وايي، چې په دې سره به یې په ټپه ولاړ کاروبار بیرته عادي حالت ته را وګرځي.

نوموړی وايي: «پخوا مو ډېر ښه کاروبار درلوده او له دې لارې به مو پوره ګټه تر لاسه کوله، چې څه وخت به محصلینو او زده کوونکو له مونږ څخه کتابونه اخیستل، ولې د نظام له بدلون او په همدې مهال له اوږدې رخصتۍ تېرېدو وروسته هر څه په ټپه ودرېدل. مونږ ته اوس بیا دا تمه پیدا شوې، چې د پوهنتون په شروع کېدو سره به د کتابونونو پلور بیرته وغوړیږي.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي زده کړیال نور احمد احمدزي د کتابونو د پیر کموالي او مطالعې ته د ځوانانو د لېوالتیا کموالي لوی لامل ټولنیزې شبکې وبللې هغه وویل، چې اوس مهال په پوهنتون کې ګڼ محصلین د pdf  په شکل په خپلو مبایلونو کې مطالعه کوي.

احمدزي داسې وویل: «پخوا د پوهنتون ټولو محصلینو کتابونه او چیپټرې اخیستلې، خو اوس زه زیاتره خپل همصنفیان وینم، چې په ټولنیزو رسنیو کې زیات مصروف وي او یا هغه کتابونه چې په ټولګي کې د استادانو له خوا تدریس کیږي هغه په پیسو نه اخلي، بلکې په خپلو مبایلونو کې یې فایلونه ډاونلوډ کړي وي او مطالعه کوي یې.»

د یو بل کتاب پلورنځي څښتن د پوهنتونونو په بیا پیل خوښ دی او وايي، چې په دې سره به یې په ټپه ولاړ کاروبار بیرته عادي حالت ته را وګرځي.

د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس خالقیار احمدزی وايي، مطالعې ته د ځوانانو د بیرته راګرځولو په موخه هڅه کوي، چې د عامه پوهاوي پروګرامونه برابر کړي.

نوموړي اطلاعات روز ته زیاته کړه، چې هغو ځوانانو ته د وړیا کتابتون په جوړولو هم بوخت، چې اوس مهال د اقتصادي ستونزو له امله په شخصي کتاب پلورنځیو کې یې د رانیولو توان نه لري.

خالیقار په دې اړه وايي: «مونږ په پکتیا کې د دې لپاره ښه پلان چمتو کړی، چې مطالعې ته ځوانان وهڅوو، هغه که په ولسوالیو کې وي او یا هم دلته په مرکز کې. د دې ترڅنګ اطلاعات او کلتور ریاست د هغه کتابتون په جوړولو هغه چټک کار روان کړی، چې ځوانانو ته په کې د وړیا مطالعې زمینه برابره شي.»

د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس خالقیار احمدزی وايي، مطالعې ته د ځوانانو د بیرته راګرځولو په موخه هڅه کوي، چې د عامه پوهاوي پروګرامونه برابر کړي.

د تېر نظام پر مهال په پکتیا ولایت کې ځینو مدني ټولنو د مطالعې عامولو په موخه بېلابېل پروګرامونه ترسره کړل او هم د ځینو ټولنو له لوري په مرکز او ولسوالیو کې وړیا عامه کتابتونونه هم جوړ شول، خو د ځايي ځوانانو د نه پاملرنې له امله په یادو کتابتونونو کې اېښودل شوي کتابونه هم نه دي پاتې.