نیالګي

ننګرهار کې لسګونو ځوانانو د حیدر ماشوم په نوم د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړی

اطلاعات روز: د زابلي ماشوم حیدر په نوم د نیالګیو کېنولو دغه کمپاین چې د ننګرهار د شینوارو ولسوالۍ د اصلاحي ټولنې له خوا چې له ځایي ځوانانو تشکیل شوې یوه ټولنه ده، پیل شوی چې تر اوسه یې ۲۰زره نیالګي کینولي دي.

د دغې ټولنې د غړو په خبره، سږکال یې لکه د تېرو کلونو په څېر د زرګونو نیالګیو کېنولو هوډ کړی او د شینوارو په شپږو ولسوالیو کې به سلګونه جریبه ځمکه نیالګي کینوي.

د یادې ټولنې مشر عادل شینواي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د خپلې ټولنې سږنی کمپاین یې ځکه د حیدر ماشوم په نوم کړ چې پر خلکو به یې اغېز ډېر وي او وبه کولی شي چې د نورو په نسبت به سږکال ډېر نیالګي کینول شي.

نوموړی وایي، دغه کمپاین یې له هېوادوالو په راټولو شویو مرستو پیل کړی چې په خبره یې، که د مرستو لړي ورسره دوام وکړي نو د شینوارو پر شپږو ولسوالیو سربېره به یې نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.

حیدر نومی ماشوم څو ورځې وړاندې زابل ولایت کې یوه کوهي ته لوېدلی و چې د طالبانو حکومت او خلکو له ډېرو هلو ځلو وروسته هم و نه ژغورل شو او څاه یې ورکړه. د دې ماشوم کوهي ته لوېدو او بیا مړه کېدو خبر په ملي او نړیواله کچه خپور او خلکو ورسره خپله خواخوږي وښوده.

د حیدر په نامه د نیالګیو کېنولو د دغه کمپاین ګډونوال ډاکتر زرغون بیا په عامو خلکو او ځوانانو غږ کوي چې په خپلو سیمو کې دې د ځان او افغانستان په نوم دوه دوه نیالګي کېنوي.

بل لور ته عام خلک هم د دغه کمپاین هرکلی کوي او پکې ګډون کولو ته هڅېدلي دي.

دوی له ټولو ټولنو او ځوانانو غواړي دغه ډول کمپاینونو سره همکاري وي او د نیالګیو په کېنولو خپلې سیمې زرغونې کړي.

د دغه کمپاین د غړو په خبره، دوی چې په کومو سیمو کې د نیالګیو کمپاین تر سره کوي، د سیمې له خلکو یې د خړوبولو او ساتنې په برخه کې هم ژمنې او لاسنیوی غواړي.

د حیدر ماشوم په نوم د نیالګیو کېنولو کمپاین په داسې حال کې پیل شوی.

چې ډیر کله عام خلک نیوکه کوي چې هرکال د پسرلي په موسم کې په دولتي او غیر دولتي کچه لسګونه زره نیالکي کېنول کېږي خو د نه پاملرنې له کبله یې ډېره برخه بېرته له تندې مري او له منځه ځي.