د پکتیکا پنځه ولسوالۍ له دولسم ټولګي فارغ نه لري

خبریال: حبیب الله سراب

د پکتيکا ولايت د ليرې پرتو او غرنيو ولسواليو اوسېدونکي وايي، تر اوسه داسې ښوونځي نه لري چې ځوانان دې په کې تر ۱۲ ټولګي زده‌کړې وکړي.

نکا، ډیله خوشامند، برمل، تروې او وړممۍ د پکتیکا هغه ولسوالۍ دي، چې په تېرو دوو لسیزو کې هیڅ د دولسم ټولګي فارغ زده کوونکی نه لري.

د دغو ولسوالیو اوسېدونکي د نه فراغت لامل د ښوونځیو نه موجودیت او یا هم ورته د امکاناتو کموالۍ بولي.

د نکې غرنۍ ولسوالۍ اوسېدونکی وحيدالله مبارز واي،  تر اوسه یې په سیمه کې ښوونځی نشته چې ماشومان دې په کې زده کړې وکړي.

هغه وویل: «دلته زمونږ په نکې ولسوالۍ کې هیڅ ښوونځی نشته، نو څنګه به فارغ زده کوونکی ولرو، خو که څوک اقتصادي ستونزې نه لري، نو هغه خپل ماشومان د پکتيکا مرکز ښرنې، کابل او يا هم پاکستان ته د زده کړو لپاره لیږي، خو دلته د ښوونځي نشتون له امله بیا فارغ ځوان نشته.»

د دغو ولسوالیو اوسېدونکي د نه فراغت لامل د ښوونځیو نه موجودیت او یا هم ورته د امکاناتو کموالۍ بولي.

له نکې ولسوالۍ وروسته تروې هغه په هغو ولسوالیو کې راځي، چې د یو شخصي ټولګي علاوه په کې د دولتي ښوونځي په نوم څه نشته.

د دغې ولسوالۍ سلګونه ماشومان هم له زده کړو بې برخې دي او د خپل راتلونکي سرنوشت په اړه اندېښمن دي.

د تروې اوسېدونکي جان محمد رښتین وویل: «مونږ دلته په تروې ولسوالۍ کې یو شخصي ټولګی لرو، چې د یو استاد له لوري ورته درس ورکول کیږي نور نو په ټوله ولسوالۍ کې دولتۍ ښوونځی نشته او نه هم په تېر حکومت کې ورته پاملرنه شوې.

اوس زمونږ ډېر ځوانان په سیمه کې شته، چې لوی شول خو تر اوسه خپل نوم هم نه شي لیکلی او نه د تعلیم په اهمیت پوهیږي.»

په همدې حال کې بیا د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي د تېر حکومت د پوهنې ریاست په مسوولینو د توپیري چلند تور پورې کوي.

قومي مشر سردار خان اطلاعات ورز ته وویل، چې پوهنې ریاست له دې امله ورته پام نه کاوه، چې ګواکې برمل کې طالبان اجازه نه ورکوي.

نوموړی زیاتوي، چې هغه امتیازات هم نورو ولسوالیو ته ورکول کېدل، چې مرکزي ادارې به د برمل لپاره ځانګړي کړي و.

سردار وویل: «مونږ ته په تېر حکومت کې د پوهنې وزارت او ریاست مسوولینو بیخي د انسانانو او افغانانو په سترګه نه کتل. دوی ته به چې د ولسوالیو لپاره کوم امتیازات او پروژې راغلې، نو هغه به یې د اړیکو پر اساس نورو ولسوالیو ته ورکولې او مونږ به ترې خبر هم نه و.»

په همدې حال کې بیا د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي د تېر حکومت د پوهنې ریاست په مسوولینو د توپیري چلند تور پورې کوي.

وړممۍ او ډیله خوشامند هم له ورته ستونزو سره مخ هغه ولسوالۍ دي، چې ماشومان یې له تعلیم کولو بې برخې دي.

د دغو ولسوالیو اوسېدونکي د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د پوهنې په برخه کې ورته جدي پام وکړي او ماشومانو ته دې د تعلیم حق ورکړل شي.

په دې اړه د وړممۍ اوسېدونکي محمدزي اطلاعات روز ته وویل: « له هره اړخه مو ژوند له کړاوه ډک دی، په نوم ښوونځی نشته، له اقتصادي ستونزو سره مخ یو، ځوانان مو مجبور دي، د کور ساتلو لپاره ايران ته مسافر شي او په سختيو تېرولو سره کور ته يوه اندازه پيسې راوړي. نو زمونږ غوښتنه د طالبانو له مشرانو دا دی، چې زمونږ ماشومانو ته د تعلیم حق ورکړي او ولاړ د تعلیم بهیر بیرته روان کړي.»

د دغو ولسوالیو د اوسېدونکي ستونزې د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین هم نه ردوي.

د پوهنې ریس میرزاعلي خان سعید وايي، له ځینو نړیوالو موسساتو سره یې په دې اړه خبرې کړې، تر څو په وړممۍ، تروې، وازیخوا او ډیله خوشامند کې زده کوونکو ته د ښوونځیو ودانۍ جوړې او هلته له زده کړو بې برخې ماشومان ښوونځیو ته لاړ شي.

هغه وویل: «مونږ د هغو ولسوالیو د خلکو ستونزې منو، ځکه په تېر نظام کې ورته کار نه دی شوی، نو د دې ستونزو د هواري لپاره هڅې روانې دي او مونږ له ځینو نړیوالو موسساتو سره هم غږېدلي یو، تر څو په یادو پنځو ولسوالیو کې ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شي او ماشومان یې تعلیم کول پیل کړي.»

د دغو ولسوالیو د اوسېدونکي ستونزې د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو د پوهنې رییس میرزاعلي خان سعید هم نه ردوي.

پکتیکا د رسمي او غیر رسمي په ګډون ۲۴ ولسوالۍ لري، چې په تېر نظام کې له دې ډلې یې ځینو ولسوالیو ته د لارو تړل کېدو له امله امنیتي ځواکونو ته د هوا له لارې اکمالات ترسره کېدل.

د دغو ولسوالیو اوسېدونکي د پوهنې ترڅنګ په روغتیا، رغونې او مخابراتي خدمتونو برخو کې هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي او په خورا ناوړه حالت کې ژوند کوي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه