خلیلزاد

خلیلزاد له ملا برادر سره د سولې خبرو پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړي دي

اطلاعات روز: افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد قطر ته په خپل سفر کې د طالبانو سیاسي دفتر له مشر او د دې ډلې سیاسي مرستیال ملا برادر سره کتلي دي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ نن سهار (یکشنبه، ۱۶ لیندۍ) په یو ټویټ کې لیکلي، چې په دې لیدنه کې د دې ډلې د مذاکره کوونکي پلاوي رییس مولوي عبدالحکیم او ور سره مل پلاوي هم شتون درلود.

ښاغلي نعیم ویلي، په دې لیدنه کې په ټولیز ډول د امریکا – طالبانو د شوې هوکړې پر ارزښت خبرې اترې شوي. دغه راز د افغانستان دولت سره د طالبانو د پاتې بندیانو او له تور لېسته د طالب رهبرانو نومونو پر لېرې کولو بحث شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ډلې ترمنځ د خبرو بندون تازه په تازه پرانستل شوی دی. دواړه خواوې پر کړنلارې هوکړې ته رسیدلي او د خبرو پر اجنډا یې کار پیل کړی دی.