اطلاعات روز: د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت په یوه خبرتیا کې ویلي چې د نجونو ټول ښوونځي ( منځني او لیسې) تر امر ثاني پورې ځنډیدلي دي.
د باختر خبري اژانس د راپور په اساس، به دې خبرتیا کې راغلي، هرکله چې په دې اړه له شریعت او افغاني دود او کلتور سره سم د ښوونځیو لباس جوړښت طراحي، یوه جامع طرحه جوړه شوه او دطالبانو مشرتابه حکم وشي بیا به منځني ښوونځي او لیسې پرانستل شي.
په پام کې وه چې د څو میاشتو ځنډ وروسته د نجونو ښوونځي نن (چهارشنبه ،۳ د وري) پرانستل شي. د طالبان راتګ سره تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پرمخ تړل شوي دي.