مثبت بدلون ټولنې ننګرهار کې ۶۰۰ اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ورسول

په انګلستان کې مېشتو افغانانو ننګرهار کې له ۶۰۰ اړمنو او بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

دغه مرسته چې ننګرهار کې د مثبت بدلون ټولنې له لوري تر اړمنو کورنيو ورسوله مسئولينو يې وويل، دوى بې وزله کورنۍ د يوې سروې له مخې په نښه کړې وې او اوس یې ورته دغه مرسته ورسوله.

 د دې ټولنې مشر عبدالبصیر سباوون نن (چهارشنبه، ۳ د حمل) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، هڅې يې پيل کړي ترڅو، په بهر کې نور افغانان هم وهڅوي چې له بې وزلو سره مرستې وکړي.

 مرسته تر لاسه کوونکي د بهر میشتو افغانانو له دې کار خوښي څرګنده کړه خو، په ورته مهال يې له نورو بډايه خلکو هم وغوښتل چې له دوى سره مرستې وکړي.