د لوی کندهار ځایي خبریال
اطلاعات روز: ارزګان کې د ښځينه ښوونځيو زده کوونکې وايي طالبانو وښودله چې دوئ د ښځو له زده کړو سره مخالف دي او نه غواړي چې د افغانستان ښځې د زده کړو په برخه کې پرمختګ وکړي.
دغه ښځينه زده کوونکې له طالبانو غواړي چې د مدرسو د نجونو په لباس کې يې ښونځيو ته پريږدي.
ددغو زده کوونکو له ډلې څخه يوه هم سميره ده چې تير کال يې د نهم ټولګي زده کړې بشپړې کړي او غوښتل يې چې په ۱۴۰۱ ښوونيز کال کې د لسم ټولګي زده کړې پیل کړي.
هغه وايي تر ۸ مياشتو ښوونځي بنديدو وروسته يې هيله درلوده چې په نوي ښوونيز کال کې به طالبان دوئ ته اجازه ورکړي چې يو ځل بیا ښوونځيو ته ولاړې شي خو، په خبره يې چې د طالبانو هغه اعلاميه سختې ناهيلې کړې چې د دوئ پر مخ يې يو ځل بیا ترنامعلومي نېټې پورې ښوونځي وتړل.
هغه وايي طالبان غواړي په دې کار سره د افغان نجونو راتلونکی په تياره کې وساتي، او له نړیوالو غواړي چې ددوئ دغه عمل وغندي.
دغې زده کوونکې وويل چې په ډيرو سختو شرايطو کې یې ۹ کاله زده کړې کړي او په خبره يې چې که له زده کړو محرومه شي ژوند به يې نور هم تريخ شي او پر طالبانو غږ کوي چې خپله پريکړه واخلي او د انجونو پر مخ دې ښوونځي خلاص کړي.
هغه وايي:«کله چې خبره شومه چې طالبان انجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي هغه هيلې چې ما درلودې ټولې په اوبو لاهو شوې نه پوهيږمه چې طالبان په دي کار سره څه کول غواړي زموږ لباس خو د افغانۍ کلتور سره برابره دی بیا ولي زموږ سره دومره ظلم کيږي.»
په ورته وخت کې يو شمير افغانان بیا پر طالبانو نيوکه کوي چې څه ډول يې د تيرو اته مياشتو راهیسي د ښځينه زده کوونکو لپاره د هغوئ حجاب او ورته نورې ستونزې نه دې حل کړي.
يو تن دبشري حقونو فعال غلام سخي په دې اړه اطلاعات روز ته وويل چې طالبان د ښځينه زده کوونکو له زده کړې سره مخالفت لري خو، په ښار کې چې خیرات غواړي د هغوئ حجاب او نور مسايلو ته پام نه کوي.
غلام سخې وايي طالبان په دې کار سره غواړي چې افغانستان څو لسيزي شاته کړي او افغان نجونې په تورو تيارو کې وساتي.
نوموړي وويل:«هغه ښځې چې په ښار کې خیرات غواړي دوئ یې د مخنيوي او کميدو په اړه هيڅ طرحه نه جوړوي خو، هغه نجونې چې ښوونځيو ته د افغانستان د راتلونکي په موخه ځي دوئ يې مخنيوی کوي وايي موږ ستاسو لپاره اسلامي حجاب اماده کوو داڅّه ډول اسلامي حجاب دی چې په اته مياشتو کې اماده نه شو.»
د طالبانو دغه پريکړه چې د ښځينه زده کوونکو پرمخ يې د زده کړو مخه نيولې په کور د ننه او نړيواله کچه سخته غندل شوې او له طالبانو څخه غوښتنه شوې چې ژر تر ژره افغان نجونې پريږدي چې ښونځيو ته لاړې شي.
تازه امريکا د طالبانو ددغې پريکړې په غبرګون کې پر افغانستان نوي بنديزونه اعلان کړل.
متحده ایالاتو پرون اعلان وکړ چې له طالبانو سره د دوحې له خبرو وځي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ندپرایس روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د نجونو د زدهکړو په برخه کې د طالبانو پرېکړه ډېره زیاته خواشینوونکې ده او تر هر څه مخکې د افغانستان له خلکو او همداراز له نړیوالې ټولنې سره د دوئ له ژمنو په څرګنده شاته کېدل و.
په دوحه کې د طالبانو او امریکا د استازو خبرې ځکه مهمې وې چې هدف یې د افغانستان اقتصادي ستونزو ته د یوې حللارې موندل و.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت مشره وايي چې د نجونو د تعلیم، مخنیوي په برخه کې د طالبانو پرېکړه به پر افغانستان داسې اغېز وکړي چې د جبران وړ به نه وي.