طالبانو پکتیا کې درې کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت مرکز ګردېز اړوند ( ختابې ) سيمه کې درې تنه د  جنايي جرمونو په تور نیول شوي.

د دغه ولايت د طالبانو د اطلاعات او کلتور له رياست څخه نن (دوشنبه، ۷ دوري) په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې په نيول شويو کسانو کې يې يو د خپل پلار او مور د وژنې هڅه کوله، چې هدف ته تر رسيدو وړاندې د کشفي راپورونو پر اساس ونيول شول.

خبرپانه زياتوي، چې له دغو کسانو سره ځينې سپکې وسلې هم د طالبانو نظامي کسانو لاسته ورغلي. 

د پکتيا ولايت اوسېدونکي د غلاو او نورو جنايي پېښو د مخنيوي په موخه د طالبانو له امنيتي ادارو د چټکو هڅو غوښتنه کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته