د طالبانو سرپرست حکومت د پاسپورټ ریاست وايي، ټاکل شوې د پاسپورټونو د وېش بهیر به د وري میاشتې په ۱۶مه نیټه پېل شي.
ددغه ریاست په وینا، غوښتونکي اوس کولی شي په انلاین ډول خپله غوښتنه دوئ ته وړاندې کړي.
د پاسپورټ غوښتوونکو د اسنادو د وېش او پروسس بهیر د تېر کال کب میاشت په اخر کې په پلازمېنه او ولایتونو کې ودرول شو.
دغه اداره د طالبانو د واکمنۍ سره هم مهاله څو ځلي تړل شوې او پرانیستل شوې ده.