انځور: اطلاعات روز خبریال

سږ‌کال د هلمند بست تصدۍ له کروندګرو ۴۰۰۰ ټنه خامه پنبه پیري

اطلاعات روز: هلمند کې د بست تصدۍ فابريکې مسوولين وايي د تير کال په پرتله يې فعاليتونه ښه شوي او غواړي سږ‌کال په زياته اندازه خام مواد له کروندګرو وپیري.

دهلمند د بست تصدۍ مسوولین وایي، چې د تېر کال ۲۰۰۰ ټنه پنبې تر پروسېس وروسته يي ۲۲ میلیونه افغانۍ ګټه ترلاسه کړې ده.

هلمند د بست د پنبي او نباتی غوړیو دولتي فابریکه تېر کال دوه زره ټنه دانه داره پنبه له کرونده ګرو پیرلې وه، چي تر پروسس وروسته يي محصولات بازار ته وړاندې کړل .

د دې دولتي تصدۍ عملیاتي مرستیال انجنیر محمد حسین نیازی وايي چي د تېر کال له تولیداتو ۲۲ میلیونه افغانۍ خالصه ګټه ترلاسه شوې چي پرته له کڼجاړې نور ټول تولیدات پلورل شوي دي.

وايي روان کال به له کرونده ګرو ۴ زره ټنه خامه پنبه وپېري چي په دې سره به يې د ګټي اندازه دوه برابره لوړه شي.

نیازی وايي، سږ کال د ماشینرۍ د عصري کېدو او یو شمیر برخو د بیا رغوني پلان هم نیول شوی چي د ځان مینځلو د صابون د نوي تولید د پیل ترڅنګ به  د غوړیو د پلور لپاره نوي مغازې هم پرانیزي.

د هلمند د بست دپنبي او نباتی غوړیو دولتي تصدۍ هره ورځ ۱۰،۵ ټڼه غوړي تولیدوي چي ټول تولید  يې په یوه ورځ کي پلورل کېږي.

د هلمند عام اوسیدونکي وايي د هلمند د بست دپنبې او نباتي غوړیو دولتي تصدۍ د پنبې د غوړیو نرخ او کیفیت دواړه سم دي ، او نه یوازي په ښار بلکه په ولسوالیو کي يي هم پلور زیات شوی دی.

د هلمند د بست دپنبي او نباتي غوړیو دولتي تصدۍ غوړي خورا مشهور دي ، چي هر کال له کرونده ګرو په زرګونه ټنه خام مالوچ رانیسي او تر پروسس وروسته  بازار ته غوره تولید وړاندي کولو ترڅنګ ښه ګټه هم کوي.

پر افغانستان د طالبانو له واک ته رسيدو وروسته د څه مودې لپاره د بانګي ستونزو له امله ددغې فابريکي فعاليتونه بند شوي وو، چې ورسره لسګونه کسانو خپل کار له لاسه ورکړی وو.