انځور: اطلاعات روز خبریال

ننګرهار کې ۵۲ ورځې وروسته؛ یو صراف د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد شو

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالبانو يو صراف د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړی دی.

د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتر څخه نن (شنبه، ۱۳ د وري) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ په (شيخ مصري) سیمه کې د طالبانو د کورنيو چارو، دفاع او استخباراتو رياست منسوبينو په مشترک ډول عمليات ترسره کړي، چې پرمهال يې د حاجي پاچا ګل په نوم صراف، چې له کابل څخه دې ولايت ته راتښتول شوی و، د انسان تښتوونکو له منګلو ازاد کړی دی.

خبرپاڼې زیاته کړې ياد صراف، شاوخوا ۵۲ ورځو راهیسې تښتول شوی او شکنجه شوی و، طالبانو د تښتوونې په تور د ګل محمد په نوم یو کس هم نیولی دی.

خبرپاڼې د طالب چارواکو له قوله ویلي، چې د دې عملياتو پر مهال ۲ عرادې هايلکس موټر، ۲ تفنګچې، ۴ چره ييز ټوپکونه، يو دوربين، يوه بطرۍ، يوه نظامي بکسه او ګڼ شمېر نور توکي طالبانو ترلاسه کړي دي.