ملي امنیت

جلال اباد ښار کې ملي امنیت د وسله والو طالبانو د ښاري شبکې مشر نیولی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ولایتي مسوولین وایي، ملي امنیت د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې د طالبانو د ښاري شبکې مسوول نیولی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (سې شنبه، ۱۸ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، ملي امنیت تیره شپه د جلال اباد ښار اوومې ناحيې اړوند ځنګل باغ سيمه کې عملیات ترسره کړي چې پر مهال یې د وسله والو طالبانو د ښاري شبکې د پنځه کسيزې ډلې مشر همايون نیول شوی.

د ښاغلي خوږیاڼي په خبره د وسله والو طالبانو د ښاري شبکې مشر اصلي د شېرزادو ولسوالۍ اوسيدونکی دی، چې ننګرهار پوهنتون، د شپږمې ناحيې فاميليو او د جلال اباد ښار بېلابېلو سيمو او ښوونځيو کې يې په ايښودل شويو ماينونو او نورو تخريبي کړنو اعتراف کړی.

خوږیاڼی زیاتوي: « تیره شپه ملي امنیت په جلال اباد ښار کې د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو د ښاري شبکې مشر نیولی دی، نوموړي په یو شمیر تخریبي کړنو هم تورن دی.»

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.