انځور: اطلاعات روز خبریال

لغمان کې د دوو کسانو ترمنځ شخړه کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: د لغمان د الینګار ولسوالۍ یو اوسیدونکي نجیب الله نن (دوشنبه، ۱۵ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره ورځ ناوخته په یاده ولسوالۍ کې د دوو کسانو ترمنځ خپل منځي نښته شوې، چې یو تن د سختو ګوزارونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

نوموړی وایي، قاتل د ځایي خلکو له لوري له نیول کیدو وروسته ځایي طالبانو ته سپارل شوی دی.

هڅه مو وکړه لغمان کې د طالب چارواکو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو بریالي نشولو.

له دې وړاندې د لغمان په یو شمیر نورو ولسوالیو کې هم ورته خپل منځي پېښې رامنځته شوي، چې له امله یې یو شمیر کسان مړه او ټپیان شوي دي.