انځور: ارشیف

د امریکا سفارت د طالبانو لخوا د مخدره توکو پر تولید بندیز «لومړی مثبت ګام» بللی دی

دافغانستان لپاره د امریکا سفارت استازي مک کیري د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخندزاده فرمان د دې ډلې له خوا د نشه یي توکو پر تولید د بندیز لپاره «لومړی مثبت ګام» بللی او ویلي یې دي چې پلي کول به یې «مهم» وي.

هغه په یوه ټویټ کې ویلي، د کرنې یو سالم او قانوني سکتور به د افغانستان اقتصادي ودې او خلکو سره مرسته وکړي.

د طالبانو مشر په یو فرمان کې د کوکنارو په کښت مطلق بندیز لګولی او ویلې یې دي « هیڅوک باید ددې کښت د کرلو هڅه ونه کړي».

په فرمان کې راغلي چې له سرغړونکو سره به د شریعت له مخې چلند کېږي او د هغوئ کښتونه به له منځه وړل کېږي.

د طالبانو مشر په ټول هېواد کې د هر ډول نشه يي توکو لکه شراب، هیروین، شیشې، ټابلیټ کا او چرسو په استعمال، لېږد، پېر،پلور، واردولو، صادرولو او تولیدي فابریکو باندې بندیز لګولی دی.

هغه ټینګار کړی چې ددې فرمان څخه سرغړونه به قضایي تعقیب او مجازات له ځان سره ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د تریاکو تولید د ۲۰۲۰ کال په پرتله ۸ سلنه زیات شوی چې ۶۸۰۰ ټنو ته رسېدلی دی.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، تېر کال په هېواد کې د نشه يي توکو د توليد کچه له ١،٨ څخه تر ٢،٧ ميلياردو ډالرو پورې وه.