ننګرهار کې یو تن د انسان تښوونکو له منګلو ازاد شو

اطلاعات روز: طالبان وایي، ننګرهار کې یې یو کس چې له بهسودو ولسوالۍ څخه تښتول شوی و له انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړ.

ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالصبور زابلي نن (یکشنبه، ۲۱ د وري ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، ځواکونو یې د ننګرهار ولايت مربوطاتو کې د چاڼيزو عملياتو پر مهال د احسان الله په نوم يو تن، چې ۲۸ ورځې وړاندې له بهسودو ولسوالۍ څخه تښتول شوی و، د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلی دی.

نوموړی وایي، د یادې پېښې په تور څوک نه دي نیول شوي خو د طالب ځواکونو له لوري یې په اړه پلټنې پیل شوې دي.

له کله نه چې طالبانو ننګرهار کې کور په کور پلټنې پېل کړي دا دریم کس دی چې د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل کېږي.