اطلاعات روز: ننګرهار غني خیلو ولسوالۍ کې یوه درې کلنه کوچنۍ نجلۍ نا پیژاندو کسانو تښتولې او بیا یې وژلې ده.
د ننګرهار د غني خیلو ولسوالۍ یوه اوسیدونکي الفت شینواري نن (دوشنبه،۲۲ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره ورځ غرمه مهال د غني خیلو ولسوالۍ اړوند د «۲۶ مې ویالې» سیمه کې انسان تښتوونکو یوه ماشومه له کوره تښتولې او بیا یې په یوه لېرې ساحه کې وژلې ده.
نوموړی وایي، د پېښې په اړه یې ځایي طالب چارواکو ته خبر ورکړی خو، تراوسه یې په اړه څوک نه دي نیول شوي.
د یادې پېښې علت نه دی معلوم ، خو ډیر کله دا ډول پېښې د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته کیږي.
هڅه مو وکړه په دې اړه ننګرهار کې د طالب چارواکو نظر هم له ځان سره ولرو، خو بریالي نشولو.
په ټولینزو رسنیو کې هم افغان کارونکو یاده پېښه غندلې او له طالب چارواکو یې غوښتي چې د پېښې قاتل دې پیدا او ورته سزا دې ورکړي.