ننګرهار کې طالبانو د وسلو او مهماتو یوه ډیپو کشف او ضبط کړې ده

اطلاعات روز: د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې طالبانو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د وسلو یوه ډیپو کشف او ضبط کړې ده.

ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو ریاست څخه نن (دوشنبه،۲۲ د وري) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو یې تیره ورځ د اچین ولسوالۍ اړوند «پېښې» سیمه کې د عملیاتو پرمهال د وسلو او مهماتو یوه ډیپو کشف کړې او ګڼ شمیر وسلې او مهمات یې ترلاسه کړې دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې په ترلاسه شويو وسلو او مهماتو کې د ۷۵ دستګاه، د هوان ميلونه، سفيجناين، هوان مرمۍ، د هوان سرګلولې، د هوان بکسې، د سه پاسه ميلونه، ۸۲ مرمۍ، ګرنيټونه، يو ميل هوان، يو ميل راکټ او نور نظامي توکي شامل دي.

اچین د ننګرهار یو له لېرې پرتو ولسوالیو شمیرل کیږي، چې د تیر حکومت پر مهال په کې داعش ډلې د لومړي ځل لپاره فعالیت پیل کړی و.