انځور: اطلاعات روز خبریال

کندهار کې نا معلومو کسانو یو ځوان وژلی

اطلاعات روز: د کندهار اوومې امنیتي حوزه به مربوطاتو کې يو ځوان د نامعلومو وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

يوې سرچينې چې نه غوښتل نوم يې خپور شي اطلاعات روز ته وويل، نامعلومو وسله والو کسانو تېرې شنبې په شپه د کندهار د ښار د اوومې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د اسدالله اکبري په نوم يو ځوان په ډزو وژلی دی.

د سرچينې په وينا، دغه ځوان د کور په خوا روان و چي پر موټرسايکل سپارو وسله والو له خوا لومړی درول شوی او بیا یې وژلی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، چي ياد ځوان بې ګناه و او د هېڅ چا سره يې کومه شخصي دښمني هم نه درلوده.

په‌ کندهار کې د طالبانو د امینه قومندانۍ وياند محمد آصف حکیمي هم اطلاعات روز ته وويل، دغه ځوان تېره شپه نامعلومو وسله والو وژلی دی.

حکيمي وايې، د دې پېښې لامل تر اوسه ندی معلوم او دغه وژل شوی ځوان د کندهارعام وګړی و.

ده وويل، چي امنيتي ادارو خپل پلټنې شروع کړي تر څو د دغه ژول شوي ځوان قاتلان ونیسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

دا په داسې حال کې ده چي تر دې څو ورځې وړاندې يو څوارلس کلن ځوان هم د نامعلومو کسانو له خوا په کندهار کي وژل شوی و چي د امنيتي ادارو تر بشپړتحقيقاتو وروسته يې په تور څلور کسان ونيول شول.