له پلازمینې کابل او ځینو نورو ولایتونو وروسته نن په مرکز ګردېز کې کور په کور تصفیوي عملیات پېل شول.
د دغه ولایت طالب چارواکي وايي، د عملیاتو له پېل څخه یې موخه په ښار کې د ناقانونه وسلو او مخدره موادو راټولول دي.
د امنیه قومندانۍ لپاره طالبانو د امنیت آمر کرامت الله زیاتوي، چې د تلاشۍ پر مهال ورسره ښځنیه پولیسې او د سیمې قومي مشران هم برخه لري.
هغه وویل: «مونږ نن ورځ د مرکز په هدایت دلته په ګردېز ښار کې د کور په کور تصفیوي عملیاتو پیل وکړ. په دې عملیاتو کې له مونږ سره قومي مخور، دیني عالمان او ښځینه پولیسې هم ګډون کوي او د هغوئ په همغږۍ د تلاشي لپاره کورونو ته ورځو.»
په ورته مهال بیا د ګردېز ښار اوسېدونکي وايي، که یاد عملیات له توپیري چلند پرته د سیمې د قومي مخورو په همغږي ترسره شي، نو تر ډېره به د جنايي او امنیتي پېښو مخه و نیول شي.
په دې اړه د ګردېز ښار یو اوسېدونکي حاجي نورالله اطلاعات روز ته وویل: «مونږ دا کړنه ځکه ستايو، چې په دې سره به ښار کې د جنايي او نورو امنیتي پېښو مخه ونیول شي. او له طالبانو غواړو چې د قومي مشرانو او د جومات امامانو سره د همغږۍ وروسته کورونه تلاشي کړئ.»
د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ د طالب چارواکو په نظر چې د اړتیا له مخې به د تصفیوي عملیاتو لړۍ ولسوالیو ته هم وغځوي.
له دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مسوولینو ویلي و، چې د روانو عملیاتو پر مهال یې له کورنو ګڼې سپکې او درنې وسلې او هم زیات شمېر نظامي وسایط نیولې دي.