اطلاعات روز: د طالبانو د کرنې وزات وایي، له څلورو نورو وزارتونو سره په ګډه یې د ځنګلونو د خپلسرې وهنې د مخنيوي لپاره يوه یوولس ماده ييزه طرحه جوړه کړې ده.
دغه طرحه د کرنې وزارت د چارواکو له لوري د ننګرهار ولايت مقام کې نن (سه شنبه، ۷ د چنګاښ) د يو خبري کنفرانس پرمهال اعلان شوه.
د کرنې وزارت لپاره د طالبانو معين مولوي صدراعظم د دغه خبري کنفرانس پرمهال وويل، د یاد وزارت له لوري د کورنيو چارو، استخباراتو، صنعت او سوداګرۍ او ماليې وزارتونو سره په ګډه یې يوه طرحه جوړه کړې؛ چې د رياست الوزراء له لوري تاييد شوې او د ولايتونو د چارواکو او ځايي خلکو نظريات هم په کې راټول شوي دي.
د نوموړي په وينا په دغه يوولس ماده ييزه طرحه کې د ځنګلونو د خپلسرې وهنې د مخنيوي، وهل شويو ځنګلونو د بيا کښت، د شته چارتراش لرګيو سوداګرۍ او نورو برخو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.
مولوي صدراعظم زیاتوي:«د کرنې وزارت له لوري د کورنيو چارو، استخباراتو، صنعت او سوداګرۍ او ماليې وزارتونو سره په ګډه یې يوه طرحه جوړه کړې؛ چې له مخې یې د ځنګلونو وهل منع شوي او همدارنګه د ځنګلونو د ساتنې لپاره به ځانګړې قعطې په هر ولایت کې رامنځته کیږي او دنده به یې د ځنګلونو ساتنه وي، همداراز په یاده طرحه کې بهر ته د لرګیو انتقال بند شوی او د هیواد په داخل کې خلک کولای شی لرګي له یو ولایت څخه بل ولایت ته انتقال کړي خو مالیه به یې ورکوي.»
نوموړی وايي، د دغې طرحې له مخې په ټول هيواد کې د ځنګلونو د ساتنې شنه قطعه جوړېږي، چې ځينو ولايتونو کې سل کسيزه ځواک فعال شوی دی.
د هغه په خبره د دغې طرحې له مخې له هيواده د لرګيو پر لېږد بشپړ بنديز لګول شوی، له يوه ولايت څخه بل ته انتقالېدونکي لرګي باندې د فوټ په سر ۱۰۰۰ افغانۍ، ولايت کې داخل ۳۵۰ افغانۍ او هغو لرګيو څخه چې صنعتکاران ګټه اخلي د فوټ په سر به ۱۵۰ افغانۍ حکومت ته ماليه ورکوي.
کرنې وزارت ویلي، دغه راز په طرحه کې د لرګيو د لېږد او ګټې اخېستو لپاره هم شرايط ځانګړي شوي او د اړوند ولايتونو واليان او د کرنې رياستونه موظف شوي چې دغه چاره تنظم او څارنه يې وکړي.
یاد وزارت وایي، چې په تېرو څو لسيزو جګړو کې د هيواد ډېر ځنګلونه په خپلسري توګه وهل شوي او لرګي يې بهر ته قاچاق شوي دي.
په همدې حال کې عام وګړي هم د کرنې وزارت له لوري د یادې طرحې د هرکلي سره سره د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې د قومي تړون په رامنځته کیدو ټینګار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په ډېرو ولايتونو کې د ځنګلونو د خپلسرې وهنې او لرګيو د قاچاق په تړاو له کلونو راهېسې شکايتونه موجود دي.