اطلاعات روز: د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې سرچینې وايي، په دې ولسوالۍ کې د «مقاومت جبهې» د غړو په برید کې د طالبانو دوه غړي وژل شوي دي.
يوې باوري سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې دغه بريد نن سهار (یکشنبه، ۳ د تلې) د خواجه غار ولسوالۍ په سجاني کلي کې د طالبانو پر يوې قرارګاه باندې شوی دی.
د سرچينې په وينا، په دې بريد کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو وسلې هم د «مقاومت جبهې» د غړو لاس ته ورغلي دي.
تخار کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د تېره اوونۍ جمعې په شپه فرخار ولسوالۍ په خسده کلي کې هم د طالبانو په یوه قرارګاه د «مقاومت جبهې» لخوا راکټي برید شوی و.