ولې عشق د چاکلېټو خوند لري؟

دري ژباړه: جلیل پژواک

پښتو ژباړه: بهادرخان رحماني

هېڅ څه ان د یوې وبا پر مهال هم نه شي کولی چې د ولنټاین ورځې د تبلیغاتو د برید مخه ونیسي. په دې ورځو کې ډالۍ د زړه په څېر راوځي او ولنټایني خواړه په عاشقانه حکم سر ښکاره کوي. خو په دې ورځ کله چې د علاقې خبره کیږي، ډیری میینان د ولنټاین اصلي خوړو ته مخه کوي؛ چاکلېټو ته.

د چاکلېټو او مینې ترمنځ اړیکه پخوانۍ ده. د چاکلېټو اصلي مادې کاکاو، لومړی ځل «میسومریکا» کې ټولنیز ارزښت پیدا کړ، هغه ځای چې شاوخوا ۲ زره کاله وړاندې، له دې بوټي د خوړو خوند او د څښاک برابرولو لپاره ځنې ګټه اخیستل کېده. مایاوو او ازتکانو په ککو سوداګري کوله. کاکاو په نذر کې اصلي توکی او په پخوا وختونو کې د بارورۍ او عشق ښکارندوی و. له کاکاو برابر شوي څښاک او درملو ته خوند ورکړل شوي، شات یا خوشبویه ګلونه، په مهمو مراسمو لکه د هلک او انجلۍ د احتمالي کوژدې لپاره ریبارۍ مراسمو کې بدلېدل را بدلېدل.

اروپایي استعماروونکي لومړیو کې کاکاو ته بدبینه ول، خو بیا یې خوښ شول او هېواد ته بېرته تلو کې یې دانه ورته یوړه. لومړیو کې چاکلېټ د درباریانو او لوړ عایدلرونکو خوراک و. خو ډېر ژر د عادي خلکو ترمنځ هم عام شو او ډېریو د چاکلېټو پر انرژي ورکوونکي ځواک باوري شول؛ چې د «تیوبرومین» او «کافیین» شتون ته په کتو، په کاکاو کې دوه نرمې محرکه یا خوځنده مادې بې دلیله نه دي.

په دې سره دا ویکټوریان ول چې چاکلېټ یې عاشقانه خوړو په توګه، په ځانګړي ډول ولنټاین ورځې لپاره رواج کړل. خلکو ان په منځنیو پېړیو کې په دې ورځو کې یو بل ته خواږه سره وړل، لکه «چارلز»، دوک اورلیان چې د ولنټاین لومړی عاشقانه شعر یې په ۱۴۱۵ز کال کې په داسې مهال چې د لندن برج کې بندي و، خپلې معشوقې ته ولیکه («له عشقه ناروغ شوی یم/ زما مهربانه یاره.»)

خو هغه چا چې د ولنټاین ورځ خوږه کړه، د بریټانیا نامتو چاکلېټ جوړونې شرکت بنسټګر «ریچارډ کاډبري» و. په ۱۸۶۱ز کال کې دا فکر د کاډبري ذهن ته ورغی چې د خپل شرکت توکي د ولنټایني بکسونو دننه د زړه په بڼه د فبرورۍ په ورځو کې خرڅلاو ته تیار کړي. زړه بایلونکو پېغلو له چاکلېټ خوړلو مودې وروسته کولی شوی چې پاتې شوي بکسونه د خپل عاشق یادونو (او له چاکلېټو خوږو ډالیو) ډکې وساتي.

امریکا کې د چاکلېټو او محبت اړیکه د «هرشیز شرکت» اړوند «کیس» نامتو برنډ چاکلېټو تولید سره وتړل شي. په دې ورځو کې له «فونډانټ چاکلېټو» (یوه وړاندیز شوې ښه میوه چې د استادانه پخلي له لاسته راوړنو ګنل کیږي) پرته د ولنټایني خوړو ژمنې بشپړې په نظر نه راځي.

چاکلېټو سره مینه خو… ښځه او سړی لري

چاکلېټو سره مینه تل د مساوي مینې اړیکه نه ده. امریکا کې د عاشقۍ په ورځ هم ښځې او هم سړي یو بل ته چاکلېټ اخلي، خو جاپان کې دا ښاغلي دي چې له خپلو مېرمنو دا هیله لري چې د دوی د خوښې چاکلېټ ورته واخلي. د دې رواج ريښه بیا هم خوږو ته ورځي. په ۱۹۵۰ لسیزه کې د زړه په څېر چاکلېټونه د ځانګړې ډالۍ په توګه د «کوکوهاکو» (جاپان کې د ښځو له اړخه د مینې اعتراف، چې هغه مهال بې ادبي شمېرل کېده. البته سړیو یوه میاشت وروسته په «سپینه ورځ» دا فرصت ترلاسه کاوه چې خپل حرکت ووهي) د بیان لپاره بازار ته وړاندې او تبلیغ شول.

له دې سره چاکلېټ، د مینې خوړو په توګه امکان لري چې خپل ځان کې تر دې ژوره مینه ولري. د چاکلېټو مینې ته په ځیر وګورئ. وینئ چې ډېری یې یوه ښځه ښیي چې په یوازې د خپلو چاکلېټو له خونده، خوند اخلي. ګمان کیږي چې چاکلېټ د ځمکو نورو خوندونو ځایناستی دی. څوک یو سړي ته (یا جنسي اړیکه) اړتیا لري کله چې چاکلېټ په هماغه خوږوالي خوږ وي؟

جوزي دلاپ، د اکونومېسټ نړیوال سرمنشي دی او د ۱۸۴۳ دوه میاشتنیو لپاره د خوړو په اړه لیکي.

جوزي دلاپ، اکونومیسټ

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه