د ایران او اسراییلو تر منځ د توغندیزو بریدونو دوام؛ د خامنه‌یي غبرګون: تسلیمېږو نه

Photo: Social media

اطلاعات روز: اسراییلي پوځ ویلي چې په ایران کې یې شاوخوا څلوېښت هدفونه ویشتلي دي او په دې لړ کې یې د سانتریفیوژ د تولید یوه ساحه او همدا راز د توغندیو د جوړونې څو مرکزونه ویشتلي دي.

د اسراییلو پوځ ویلي چې دا بریدونه یې نن (چهارشنبه، ۲۸ د غبرګولي) ترسره کړي او په عین مهال کې یې خبر ورکړی چې له ایرانه هم پرې توغندي ویشتل شوي دي.

بل لور ته واشنګټن پوسټ د بشري حقونو یو شمېر فعالینو له قوله خبر ورکړی دی چې په ایران کې د اسراییلو د بریدونو له کبله د وژل شمېر ۵۸۵ ته رسېدلی او شاوخوا ۱۳۲۶ نور ژوبل شوي دي. همدا راز ویل شوي چې په دې ۲۳۹ ملکي وګړي او ۱۲۶ نور امنیتي کسان وو.

مګر بل لور ته د ایران د روغتیا وزارت تر اوسه د ۲۲۴ تنو وژل کېدل او همدا راز د شاوخوا زر تنو ژوبلېدل تایید کړي دي.

همدا راز، راپورونه وایي چې په اسراییلو کې د ایران د بریدونو له کبله تر اوسه ۲۴ تنه وژل شوي او تر ۸۰۰ زیات ژوبل دي. سي این این ټلویزون د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دفتر د یوې اعلامیې په استناد ویلي چې تر اوسه د بریدونو له کبله اشوخوا ۳ زره او اته سوه تنه تخلیه شوي هم دي.

بل لور ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ له ایران څخه وغوښتل چې له کوم قید او شرط پرته باید تسلیم شي، خو د ایران مذهبي رهبر علي خامنه‌یي یې په غبرګون کې ویلي چې «د ایران ملت تسلیمېدونکی نه دی او د هیچا تېري ته به سر ټیټ نه کړي.»

خامنه‌یي ویلي: «د ایران ملت ته دا خبره چې راشئ او تسلیم شئ، عاقلانه نه ده او عقلمن افراد چې د ایران له تاریخ سره اشنا دي، هیڅکله داسې خبره نه کوي.»

که څه هم د ایران مذهبي مشر خامنه‌یي ډونالډ ټرمپ ته په جګړه کې د مستقیم ښکیلېدو په تړاو خبرداری ورکړی دی، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته په دې اړه وویل چې «ښایي [مداخله] وکړم او یا نه، هیڅوک هم نه پوهېږي چې زه به څه کوم.»

نوموړي همدا راز ویلي چې ایران د مذاکراتو وړاندیز کړی او ورته ویلي یې دې چې سپینې ماڼۍ ته ورته راځي، خو په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ دا خبره رد کړې ده او ویلي یې دې چې هیڅ ایراني چارواکي تر اوسه دا غوښتنه نه ده کړې.

د ایران او اسراییلو شخړه د جمعې په ورځ پر ایران د اسراییلو په برید سره پیل شوه.

اسراییل ادعا کوي چې تر اوسه یې په دې بریدونو کې د ایران د شلو لوړپوړو پوځي چارواکو په شمول ګڼ هستوي ساینسپوهان هم وژلي دي. د یادونې وړ ده چې د ځینو لوړپوړو چارواکو او ساینسپوهانو وژنه ایران رسما منلې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه