اطلاعات روز: د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د څه باندې ۹ میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ارزګان د پوهنې ریاست مسوولانو نن (شنبه،۲۷د چنګاښ) په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې ویلي، چې دغه ودانۍ د د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ په ترینکوټ کې جوړه شوه.
د مسوولانو په وینا، پر دغه ودانۍ ۹ میلیون افغانۍ لګښټ راغلي، چې ۶ درسي او دوې اداري خونې لري او د لمریزې برېښنا ترڅنګ نور اړین ملحقات هم لري.
د ارزګان د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې، دغه ولایت کې لاهم لسګونه ښوونځي ودانۍ او سرپنا نه لري او زده کوونکي یې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
