اطلاعات روز: د خوست په مندزیو ولسوالۍ كې د ترافيكي پېښې له امله دوه تنه مړه او درې نور ټپيان شوي دي.
ددې ولايت امنیې قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا ۰۰:۵ بجې (یکشنبه،۲۸د چنګاښ) د خوست ــ ګردېز پر لویه لار د اسماعیل خېلو او مندزیو ولسوالیو اړوند «دوه سرکې» په سيمه کې رامنځته شوې.
خبرپاڼې زیاته کړې پېښه د یادې لویې لارې په اوږدو کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یو اېکس ډوله موټر د هینو «مازده» ډوله موټر سره ټکر وکړ.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوه تنو خپل ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوي دي.
ویل کېږي چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي چې ډاکترانو یې روغتيايي حالت د ډاډ وړ بللی دی.
د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او ګړندي تګ له امله له دې مخکې هم پر دې لاره څو ځلې خونړۍ ترافيکي پېښې رامنځته شوې دي.
