د افغانستان کرېکټ بورډ د رحمت شاه زرمتي په لوبډل مشرۍ له ایرلند سره د پنځوس اوریزو لوبو لپاره د خپلې لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ.
کرېکټ بورډ په خپله فېسبوک پاڼه خپاره کړي، چې افغان لوبډله به د راتلونکې اګست میاشتې په پنځمه نېټه له ایرلنډ سره د نوي لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي په لوبډلمشرۍ د یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل کړي.
کرېکټ بورډ ویلي، افغان لوبډله به د یادې لوبلړۍ خپله لومړۍ لوبه د اګست په پنځمه، دویمه د اګست په ۷مه، دریمه هغه په ۱۰مه، ورپسې څلورمه په ۱۲مه او وروستۍ لوبه د همدې میاشتې په ۱۵مه نېټه ترسره کړي.
