د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) لوی څارنوال، کریم خان، چې د «جنسي ناسم چلند» د تورونو له امله له دندې ځنډول شوی و، د روم د اساسنامې د غړو هېوادونو د مجمع په رایه له خپلې دندې ګوښه شو.
د جرمونو نړیوالې محکمې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د روم د اساسنامې د غړو هېوادونو استازو (جمعه، ۲ د زمري) د امریکا په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د کریم خان د انضباطي دوسیې د ارزونې لپاره ځانګړې غونډه کړې.
په دې غونډه کې د روم د اساسنامې له ۱۲۵ غړو هېوادونو څخه ۸۲ هېوادونو د کریم خان د ګوښه کېدو په ګټه رایه ورکړه.
د جرمونو نړیوالې محکمې ادارې شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې کریم خان د دندې له ترسره کولو ځنډولی و.
پر هغه تور دی چې په خپل کاري دفتر کې یې له یوې ښځینه حقوق پوهې سره د هغې له رضایت پرته جنسي ناسم چلند کړی دی.
کریم خان تېر کال، وروسته له هغې چې دغه تورونه پرې ولګېدل، د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې په خپله خوښه رخصتي واخیسته، څو د قضیې بشپړې څېړنې ترسره شي.
کریم خان د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د اوکراین د جګړې، د غزې د جګړې او د افغانستان د وضعیت په اړه د پراخو څېړنو وروسته د یو شمېر کسانو د نیولو حکمونه صادر کړي وو.
هغه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین، د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، د هغه وخت د دفاع وزیر یوآف ګالانت، د حماس د مشرانو اسماعیل هنیه، یحیی سنوار او محمد ضیف، او همدارنګه د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه هم صادر کړي وو.
