د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان کړی چې په کابل ښار کې د «کستومایز او رستم حیدي» په نوم د یوه ښارګوټي ۲۵ جریبه ځمکه، د ځانګړې شرعي محکمې د حکم پر بنسټ، «امارتي» تثبیت شوې ده.
دغه وزارت نن (شنبه، ۳ د زمري) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ښارګوټي ځمکې د کابل ښار په څلورمې او اوولسمې ناحیو کې موقعیت لري.
د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي چې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسیون د دې ښارګوټي اسناد او مدارک ارزولي او دې پایلې ته رسېدلی چې دغه ځمکه پخوا د دولت له لوري استملاک شوې وه او د کابل ښاروالۍ کې د دولت په نوم ثبت ده.
طالبانو د بېلابېلو ښارګوټو د ملکیتي اسنادو د ارزونې بهیر، په ځانګړي ډول د هغو ښارګوټو چې د جمهوري نظام د شلو کلونو پر مهال جوړ شوي، پیل کړی دی.
د طالبانو د عدلیې وزارت په تېرو څلورو کلونو کې په کابل، بلخ، هرات، ننګرهار، غزني او د افغانستان په یو شمېر نورو ښارونو کې ګڼ ښارګوټي «امارتي» یا دولتي اعلان کړي دي.
په وروستۍ بېلګه کې، شاوخوا لس ورځې مخکې هم طالبانو د کابل ښار د اوولسمې ناحیې د «غیبي بابا» ښارګوټي ۵۳۲ جریبه ځمکه «امارتي» اعلان کړې وه.
