ازبیکستان د افغانستان د زینک ډبرو د پروسس په برخه کې ۵۰ میلیونه ډالر پانګونه کوي

انځور: ارګ

د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یف کابل ته د خپل سفر پرمهال ویلي، چې هېواد یې چمتو دی د حیرتان په بندر کې د زینک ډبرو د پروسس یوه فابریکه د ۵۰ میلیونه ډالرو په پانګونې جوړه کړي.

نوموړي دا خبره نن (یکشنبه، ۴ د زمري) د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سره په لیدنه کې کړې ده.

هغه زیاته کړې چې ازبیکستان چمتو دی د افغانستان په بېلابېلو کانونو کې هم پانګونه وکړي او له افغانستان څخه د غوښې او پنبې واردات زیات کړي.

د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي، چې هېواد به یې هغه پروژې چې ازبیک پانګه‌والو په افغانستان کې پیل کړې دي، په چټکۍ عملي کړي او د هغوی ستونزې به هوارې کړي.

عبدالغني برادر د دواړو لورو ترمنځ د ګډ پلان د ښه پلي کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره مهم دی.

هغه همداراز غوښتنه کړې چې: «ازبیکستان ته د افغانستان د صادراتي توکو د لېږدونکو موټرو پر وړاندې شته خنډونه ذې لرې شي؛ هغو افغان ترانزیټي مالونو ته معافیت ورکړل شي چې له چین، منځنۍ اسیا او روسیې څخه افغانستان ته واردېږي. دغه راز ازبیکستان دې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو، تازه او وچو مېوو، خوراکي توکو او قیمتي معدني موادو د صادراتو لپاره د منځنۍ اسیا، روسیې او چین بازارونو ته اسانتیاوې برابرې کړي.»

نوموړي دغه راز د ترانزیټي بنسټیزو تاسیساتو د ظرفیت لوړولو، د ګمرکونو پراختیا، افغان وګړو ته د ویزو د ورکړې بهیر اسانه کولو، او د انرژۍ او ګډو زیربنایي پروژو په برخه کې د همکاري غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ویلي، چې د دوی په باور، د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ پراخه همکاري نه یوازې د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې لوړې کچې ته رسوي، بلکې د نورو ګاونډیو هېوادونو لپاره به هم د ښه ګاونډیتوب یوه ښه بېلګه وي.

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال پرون د خپل هېواد د دولتي او خصوصي سکتور د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی و.

هغه تر دې وړاندې د طالبانو له ‌رییس الوزرا او یو شمېر نورو چارواکو سره هم لیدلي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا په اړه یې خبرې کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته