اطلاعات روز: په نیمروز کې د طالبان امنیتي مسوولان وایي، چې د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار د ناپېژانده وسله والو له لوري د ډزو پرمهال دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې یاد برید تېره ورځ (دوشنبه، ۴ د زمري) د زرنج ښار اړوند «۶۰ متره سړک» په سیمه کې شوی دی.
خبرپاڼې زیاته کړې چې د دغه برید پرمهال د عبدالخالق نورزي په نامه د یوه قومي مشر په ګډون دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه کې د یادې پېښې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو طالبانو ویلي چې د یادې پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې دا ډول هدفي وژنې زیاتې شوي، چې عام خلک یې اندېښمن کړي دي.
