د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري حقونو په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، وروسته له هغې چې په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف مامورینو د جامو د ډول له امله یو شمېر ښځې ونیولې، د نیول کېدو د وېرې له امله د هرات ښار په سړکونو کې د ښځو حضور کم شوی دی.
د راپور له مخې، د جون میاشتې د شپږمې او اتمې نېټې ترمنځ د طالبانو د امر بالمعروف مامورینو په هرات کې لږ تر لږه ۳۰ ښځې او نجونې د چادري د نه اغوستو له امله ونیولې او زندان ته یې ولېږدولې.
یادې ښځې او نجونې د جون په اتمه، له ژمنې اخیستو وروسته بېرته خوشې شوې.
یوناما ویلي، په هرات کې د طالبانو له لوري د دوی د منلو وړ حجاب د پلي کولو کمپاین د تېر میلادي کال راهیسې پیل شوی و.
د دې کمپاین په ترڅ کې طالبانو د پلټنې پوستې جوړې کړې او هغه ښځې یې درولې چې چادري یې نه وه اغوستې، ترڅو د هغوی خپلوان ورته چادري راوړي.
په راپور کې راغلي چې د تېر کال پر مهال د طالبانو د پلټنې پوستو ډېره پاملرنه د هرات د جبرئیل پر شیعه مېشته سیمه متمرکزه وه.
د یوناما د راپور له مخې، طالبانو د تېر کال په نومبر میاشت کې روغتیايي مرکزونو، د سوداګریزو مرکزونو مالکانو او د ودونو تالارونو ته په شفاهي ډول امر کړی و، چې بې له برقعې ښځو ته د ننوتلو اجازه ور نه کړي.
د راپور په حواله، د طالبانو د دغه لارښوونې له عملي کېدو وروسته، د بېپولو ډاکټرانو سازمان راپور ورکړی چې د هرات ولایتي روغتون ته د ناروغانو د منلو کچه ۲۸ سلنه راټیټه شوې ده.
