المان په جرمنو کې ښکېل ۳۱ افغان وګړي کابل ته استولي

Photo: EHL Media

آلمان د مجرمو پناه غوښتونکو د ایستلو د لړۍ په دوام، ۳۱ افغان وګړي کابل ته بېرته استولي دي.

د دویچه‌ویله د راپور له مخې، چې د جرمني د « دی‌پی‌ای» خبري اژانس له قوله یې خپور کړی، د دغو کسانو لېږدوونکې الوتکه تېره شپه (دوشنبه، ۵ د زمري) د لایپزیګ-هاله له هوايي ډګر څخه کابل ته روانه شوه.

د جرمني د کورنیو چارو فدرالي وزیر، الکساندر دوبرینت، د دغو پناه غوښتونکو ایستل تایید کړي او ویلي یې دي چې ۳۱ افغان وګړي، چې ډېری یې په جرمونو کې ښکېل وو، له جرمني څخه کابل ته شړلي دي.

هغه زیاته کړه چې د دغو کسانو ډېری د «وژنې، جنسي تېري او تاوتریخوالي» په څېر درانه جرمونه ترسره کړي وو او یوازې یو کس یې داسې و چې کوم جرم یې نه و کړی، خو د جرمني پرېښودو ته مکلف و.

نوموړي ویلي چې په وروستیو اوونیو کې ایالتونو ته خبر ورکړل شوی و، چې له دې وروسته به هغه پناه غوښتونکي هم وشړل شي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي وي.

د جرمني حکومت اوس دا ایستل د طالبانو له ادارې سره د شوې هوکړې پر بنسټ ترسره کوي.

دغه تفاهم دا امکان برابر کړی چې جرمني د کوم درېیم منځګړي هېواد له همکارۍ پرته مجرم افغان وګړي افغانستان ته واستوي.

تر دې وړاندې جرمني د یوه درېیم هېواد په همکارۍ مجرم پناه غوښتونکي افغانستان ته لېږل.

د دغو پناه غوښتونکو ایستل له توندو نیوکو سره هم مخ شوي دي.

 د بشري حقونو بنسټونه وایي چې د افغانستان اوسنی وضعیت د پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره مناسب نه دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته