د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د هیپاتیت ویروس لا هم په افغانستان کې د زرګونو کسانو پر روغتیا منفي اغېز لري.
دې سازمان (سهشنبه، ۶ د زمري) د هیپاتیت نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د اټکلونو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په ټول افغانستان کې ۵۹ زره او ۳۳۳ تنه د هیپاتیت د «بي» او «سي» ډولونو پر ویروس اخته شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د عامه پوهاوي لوړول، د تشخیص او درملنې خدمتونو ته د خلکو لاسرسی پراخول، او د مخنیوي تدابیرو پیاوړي کول د دې ناروغۍ د نویو پېښو د کمولو لپاره بنسټیز ګامونه دي.
دې ادارې په افغانستان کې د هیپاتیت پر ویروس د ټولو اخته کسانو د شمېر په اړه کره احصایه نه ده وړاندې کړې.
د سازمان د معلوماتو له مخې، د هیپاتیت «بي» او «سي» هغه مهال خپرېږي چې د ناروغ کس وینه یا د بدن نور مایعات د بل انسان بدن ته داخل شي.
د دې ادارې په وینا، هغه کسان چې نشهيي توکي کاروي، هغه کسان چې د پېچکارۍ لپاره یوه ستنه په ګډه کاروي، بندیان، هغه کسان چې له غیرمعیاري او غیرصحی طبي وسایلو سره مخامخ کېږي او هغه کسان چې غیرخوندي جنسي اړیکې لري، د هیپاتیت د ویروس د اخته کېدو له ډېر خطر سره مخ دي.
سازمان همدارنګه ویلي چې د هیپاتیت «بي» ډول ډېری وخت له هغو میندو څخه، چې پر دې ویروس اخته وي، خپلو ماشومانو ته لېږدېږي.
هیپاتیت په نړۍ کې له هغو ناروغیو څخه ده چې ډېر کسان پرې مري، خو د دې ناروغۍ په اړه د خلکو پوهاوی لا هم کم دی.
دا ویروس په پنځو ډولونو وېشل شوی دی «ای، بي، ډي او اِې» په افغانستان کې د هیپاتیت «بي» او «سي» ډولونه د «تورې ژېړي» په نوم هم پېژندل کېږي.
