د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په پنځو ولایتونو کې د بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
د دې ریاست د وړاندوینې له مخې، سبا (پنجشنبه، ۸ د زمري) به په نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتیا او خوست ولایتونو کې بارانونه وشي.
وړاندوینه شوې چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د اورښت کچه د ۱۰ او ۲۰ میلیمترو ترمنځ وي.
د طالبانو د هوا پېژندنې ریاست همدارنګه د هېواد په مرکزي، سوېل ختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د ۵۰ تر ۱۰۰ کیلومتره په ساعت چټکۍ د بادونو د لګېدو احتمال هم اټکل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سخت بارانونه او ناڅاپي سېلابونه راغلل، چې خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.
په دغو سېلابونو کې یوازې په نورستان ولایت کې ۲۴ کسان مړه او ۸۵ نور ټپیان شوي دي.
