د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په اوو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړی دی.
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د سختو بارانونو، تندر او برېښنا او ناڅاپي سېلابونو د احتمال په اړه په اوو ولایتونو کې خبرداری ورکړی دی.
د یاد ریاست په وینا، دغه احتمال د نن ورځې (شنبې، د زمري ١٠مه) لپاره په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې اټکل شوی دی.
د هوا پېژندنې ریاست ویلي چې د باران اندازه به په بېلابېلو سیمو کې د ۱۰ څخه تر ۳۵ میلیمترو پورې وي.
همدارنګه، د هېواد په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د دوړو او خاورو سره د سختو بادونو د لګېدو احتمال هم شته، چې سرعت به یې په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۹۵ کیلومترو پورې وي.
