په کابل کې د طالبانو پولیسو ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په اړوندو سیمو کې د «وسله والو غلو» پر ضد دوه جلا عملیات ترسره کړي دي.
د دغو عملیاتو په ترڅ کې په یوه پېښه کې اووه تنه وژل شوي او په بله پېښه کې ۱۶ تنه نیول شوي دي.
د کابل لپاره د طالبانو د پولیسو ویاند، خالد ځدراڼ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د شنبې شپې په شاوخوا ۹:۰۰ بجو (١٠ د زمري) اووه وسله وال غله د طالبانو له ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
هغه زیاته کړې چې دغه نښته د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند د «ستانکزي بلاکونو» په سیمه کې شوې ده.
د نوموړي په وینا، په دې نښته کې د طالبانو د پولیسو یو غړی هم ټپي شوی دی.
ځدراڼ ویلي چې په دې عملیاتو کې یو موټر او یو شمېر وسلې هم د دوی لاسته ورغلي دي.
هغه همداراز ویلي چې په یو بل جلا عملیاتو کې، پرون د اتمې امنیتي حوزې له اړوندو سیمو څخه د وسله والو غلو یوه ۱۶ کسیزه ډله هم نیول شوې ده.
ځدراڼ په اېکس کې په جلا خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه کسان د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د کورونو په غلاوو بوخت وو.
د طالبانو د پولیسو ویاند ویلي چې دغو کسانو د «بني حصار» په سیمه کې د غلا پر مهال د یوې کورنۍ دوه غړي وژلي او یو بل یې ټپي کړی و.
د دې ۱۶ کسیزې ډلې څخه دوه موټر او پنځه وسلې هم ترلاسه او ضبط شوې دي.
ځدراڼ زیاته کړې چې د دې ډلې غړو پر خپلو تورونو اعتراف کړی دی.
په دې وروستیو کې د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې وسله والې غلاوې او جنایي پېښې زیاتې شوي چې عام خلک یې اندېښمن کړي دي.
