د ملګرو ملتونو د بشري مېشتځایونو پروګرام وايي، چې د کاپیسا ولایت مرکز، د محمودراقي ښار، په تېرو دوو لسیزو کې څلور برابره پراخ شوی دی.
دې ادارې نن (یکشنبه، ١١ د زمري) د ۲۰۰۴ او ۲۰۲۵ میلادي کلونو انځورونه خپاره کړي او د ښار پراختیا یې سره پرتله کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتځایونو پروګرام ویلي چې: «د محمودراقي ښار په ۲۱ کلونو کې څلور برابره لوی شوی دی.»
یادې ادارې زیاته کړې چې د ښارونو د پراختیا ترڅنګ، هوښیار ښاري پلان جوړونه او د سالمو سیمو او غوره ژوند د تضمین لپاره پانګونه د ټولو لپاره اړینه ده.
دې پروګرام ټینګار کړی چې د دوامدارې پراختیا د موخو له مخې باید داسې ښارونه جوړ شي چې د ټولو خلکو لپاره ګټور وي.
دغه پروګرام تر دې مخکې هم د افغانستان بېلابېل ښارونه د ۲۰۰۴ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ پرتله کړي او ویلي، یې دي چې د هېواد ډېری ښارونه څو برابره پراخ شوي دي.
خو دې ادارې اندېښنه څرګنده کړې چې په افغانستان کې د ښارونو ځمکنۍ پراختیا او د نفوسو زیاتوالی په «بېرویې» او غیر منظم ډول روان دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتځایونو پروګرام د ارزونو له مخې، هغه نوې سیمې چې د افغانستان د ښارونو د زړو برخو شاوخوا ورزیاتېږي، په ډېری مواردو کې له ښاري نقشې او اړینو بنسټیزو اسانتیاوو بېبرخې دي.
د بېلګې په توګه، د سړکونو، ښوونځیو، روغتونونو، تفریحي پارکونو، شنو سیمو، د اوبو رسولو شبکو او د فاضله اوبو د ایستلو سیستمونو لپاره مناسب ځایونه په پام کې نه دي نیول شوي.
