د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند، فرحان حق، وایي چې د غړو هېوادونو ترمنځ طالبانو ته د افغانستان د څوکۍ د سپارلو لپاره هېڅ ډول هڅې نه دي روانې.
هغه د سېشنبې په ورځ (د زمری ۱۳مه) په یوه خبري غونډه کې، د ملګرو ملتونو په سازمان کې طالبانو ته د افغانستان د څوکۍ د سپارلو د شرایطو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «د حکومتونو په رسمیت پېژندلو پورې اړوند پرېکړې د هېوادونو له خوا کېږي، موږ حکومت نه یو. هېوادونه پرېکړه کوي چې څوک د افغانستان د قانوني حکومت په توګه په رسمیت وپېژني. تر اوسه د واکمنو چارواکو په اړه داسې څه نه دي شوي.»
فرحان حق زیاته کړه، تر هغه ځایه چې دی خبر دی، د غړو هېوادونو ترمنځ په دې اړه هېڅ حرکت نه لیدل کېږي.
سره له دې چې د طالبانو پر افغانستان د واکمنېدو پنځه کاله تېر شوي، تر اوسه یوازې روسیې دا ډله په رسمیت پېژندلې ده، که څه هم یو شمېر نورو هېوادونو له کابل سره ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې دي.
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان څوکۍ لا هم د پخواني حکومت د ټاکل شوي ډیپلومات په واک کې ده.
طالبانو څو ځله هڅه کړې چې دا څوکۍ ترلاسه کړي، خو تر اوسه یې هڅې بېپایلې پاتې شوې دي.
د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو درناوی، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او د ټولشموله حکومت جوړول هغه شرطونه دي چې ځینې هېوادونه یې د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره مطرح کوي.
خو طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو او نجونو په ګډون د هېوادوالو پر حقونو او ازادیو سخت محدودیتونه لګولي او د بشري حقونو په پراخو سرغړونو تورن شوي دي.
همدارنګه، د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د ګواښ په اړه د نړیوالو هېوادونو اندېښنې لا هم پر خپل ځای پاتې دي.
طالبان د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره د نړیوالو غوښتنې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي او وایي، چې اوسنی حکومت یې، چې ټول غړي یې د طالبانو غړي او پښتانه دي، یو ټولشموله حکومت دی.
