د فرانسې خبري اژانس (AFP) د راپور له مخې، د حوثیانو ویاند یحیی سریع نن (چهارشنبه، ١٤ د زمری) په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د سعودي «وفا» په نوم نفتلېږدونکې بېړۍ د سره سمندر په شمال او د ینبع ساحلونو ته نږدې د څو بالستیک توغندیو په وسیله په بریالیتوب سره په نښه شوې ده.
د یمن حوثیان وایي، وروسته له هغې چې دوی پر سعودي عربستان د سمندري محاصرې اعلان وکړ، سعودي خپلې نفتلېږدونکې بېړۍ د سره سمندر شمال ته لېږدولې دي.
یحیی سریع ویلي، حوثیان به اوس د سره سمندر په شمال کې پر سعودي نفتلېږدونکو بېړیو خپل بریدونه لا زیات کړي، څو «ټولې د تګ راتګ لارې وتړي او د هغوی د تېرېدو مخه ونیسي.»
د حوثیانو په وینا، د جولای له ۲۲مې راهیسې چې پر سعودي یې د سمندري محاصرې اعلان کړی، دا اتمه سعودي نفتلېږدونکې بېړۍ ده چې دوی پرې برید کړی دی.
دغه د ایران ملاتړی وسلهواله ډله وايي، له سعودي عربستان سره د کړکېچ له زیاتېدو وروسته یې د «سترګه د سترګې په بدل کې» د تګلارې له مخې پر سعودي سمندري محاصره لګولې ده.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دغه محاصره د سعودي عربستان، چې د نړۍ له سترو نفتو صادرونکو هېوادونو څخه دی، د نړیوالو بازارونو ته د خپلو نفتو د رسولو وړتیا له جدي ګواښ سره مخ کړې ده، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې ایران هممهاله د هرمز تنګی تړلی او د سعودي بله مهمه سمندري لاره یې هم بنده کړې ده.
د ایران له خوا د هرمز تنګي تر تړل کېدو وروسته، د سره سمندر د ینبع بندر د سعودي د نفتو د صادراتو اصلي مرکز ګرځېدلی او د بابالمندب تنګی د خامو نفتو د لېږد حیاتي لاره بلل کېږي.
دا تنګه سمندري لاره، سره سمندر د هند له سمندر او د سوېز کانال له لارې له مدیترانې سمندر سره نښلوي.
د سمندري تګ راتګ د څار شرکت «کپلر» د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د مارچ او د جون تر نیمایي پورې د بابالمندب تنګي له لارې د سعودي د خامو نفتو سمندري صادرات، د ۲۰۲۵ کال د همدې مودې په پرتله اته برابره زیات شوي دي.
دغه صادرات د جون په میاشت کې نږدې ۱۰۰ میلیونه بېرلو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې د فبرورۍ په میاشت کې شاوخوا اووه میلیونه بېرله وو.
د کپلر د معلوماتو له مخې، د اپرېل او مې په میاشتو کې د سعودي ټول سمندري خام نفت د ینبع له بندر څخه صادر شوي دي.
اوس حوثیان په همدې بندر کې د سعودي نفتلېږدونکې بېړۍ په نښه کوي او د دغه هېواد د خامو نفتو صادراتو ته یې جدي ګواښ رامنځته کړی دی.
حوثیان د یمن پلازمېنه صنعا او د دغه هېواد شمالي سیمې، د بابالمندب تنګي ته څېرمه ساحلي سیمې هم په خپل کنټرول کې لري.
