د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د افغانستان د «بشري اړتیاوو او غبرګون پلان» لپاره د روان ۲۰۲۶ میلادي کال یوازې ۲۶ سلنه بودیجه برابره شوې ده.
اوچا نن (چهارشنبه، ١٤ د زمري) په اېکس کې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، سره له دې چې بودیجه کمه ده، بشري مرستندویه شریکان خپلو مرستو ته دوام ورکوي او هڅه کوي چې زیانمنو ټولنو ته ورسېږي او اساسي خدمتونه روان وساتي.
اوچا د روان کال لپاره د افغانستان د اړمنو خلکو د ملاتړ په موخه د ۱.۷ میلیارد ډالرو بودیجه غوښتنه کړې وه، خو د کال له پیله د څه باندې اتو میاشتو په تېرېدو سره لا هم د ۱.۳ میلیارد ډالرو له بودیجوي کسر سره مخ دی.
د «یار» په نوم یوه روغتیايي مرستندویه اداره ویلي، د بودیجې کمښت د دوی د تولیدي روغتیايي خدمتونو پر دوام سخت منفي اغېز کړی دی.
یادې ادارې زیاته کړې چې د مالي سرچینو کمښت د اړینو درملو، طبي تجهیزاتو او عامه پوهاوي پروګرامونو ته لاسرسی محدود کړی او په لرې پرتو او بېبرخې سیمو کې ښځو او نجونو ته د خدمتونو رسول لا ستونزمن شوي دي.
خو سره له دې ننګونو، دوی ژمن دي چې خپلو خدمتونو ته دوام ورکړي.
د «آسیایي سازمان د دوامدار پرمختګ لپاره (AOSD)» هم ویلي، د خلکو د معیشت ملاتړ، د ښځو پیاوړتیا، د خوړو خوندیتوب، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت، زدهکړو او د ټولنو د بیارغونې ګڼ حیاتي پروګرامونه د بودیجې د سخت کمښت له امله درېدلي دي. دغه سازمان ټینګار کړی چې هر وخت چې مالي سرچینې برابرې شي، خپلو مرستو ته به دوام ورکړي.
همدارنګه د «چاپېریال او طبیعي سرچینو د مدیریت انسټیټیوټ (ENRMO)» ویلي، د بودیجې کمښت یوازې مالي ستونزه نه ده، بلکې د هغو ټولنو پر ژوند مستقیم اغېز کوي چې دوی ورته خدمتونه وړاندې کوي. ادارې زیاته کړې چې، سره له محدودو سرچینو، خپلو مرستو او ملاتړ ته ژمنه پاتې ده.
د اوچا د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو مرستندویه بنسټونو یوازې ۱۷.۵ میلیونه کسان د لومړیتوب په توګه ټاکلي دي.
بشري بنسټونه وایي، د بودیجې کمښت له امله نه شي کولای ډېرو اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي. د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) هم ویلي چې سږ کال یې یوازې دومره بودیجه لرله چې په شدیدې خوارځواکۍ اخته له هرو اوو ښځو او ماشومانو څخه یوازې یو ته د تغذیې مرسته برابر کړي.
