امریکا: په افغانستان کې د داعش خراسان ګواښ لا هم پر ځای دی

@USUN

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ترهګرۍ په اړه غونډه کې د امریکا د استازي مرستیالې، ټامي بروس، وویل چې په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې ګواښ لا هم دوام لري او دغه ډله له بې‌ثباتۍ څخه ناوړه ګټه اخلي.

د امریکا استازې وویل چې د داعش، القاعدې او د هغوی د اړوندو څانګو پر ضد مبارزه لا هم د امریکا د متحده ایالاتو له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

هغې زیاته کړه: «دا ډلې لا هم له بې‌ثباتۍ څخه ګټه اخلي. د بېلګې په توګه، د ساحل په سیمه کې د القاعدې د نفوذ پراختیا، په افریقا کې د داعش مخ پر زیاتېدونکی تمرکز، او په افغانستان کې د داعش خراسان د ګواښ دوام، دا حقیقت څرګندوي.»

دې امریکایي ډیپلوماتې خبرداری ورکړ چې د ترهګرو ډلو له خوا د سپوږمکۍ مخابراتو، مصنوعي ځیرکتیا، بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) او ډیجیټلي اسعارو مخ پر زیاتېدونکې کارونه د امنیتي ګواښونو بڼه لا پېچلې کړې او دا حالت د غړو هېوادونو او خصوصي سکټور له لوري لا ډېرې هوښیارۍ او همغږۍ ته اړتیا لري.

هغې له ټولو غړو هېوادونو او ملګرو ملتونو وغوښتل چې د ترهګرۍ ضد مبارزې پر اساسي او عملي لومړیتوبونو تمرکز وکړي او عملي او محسوسې پایلې ترلاسه کړي.

په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ د بېلابېلو هېوادونو ګډه اندېښنه بلل کېږي. په همدې حال کې، طالبان په هېواد کې د ترهګرو ډلو شتون ردوي او وایي چې د افغانستان خاوره د هېڅ بل هېواد پر ضد د ګواښ لپاره نه کارول کېږي.

طالبان همدارنګه ادعا کوي چې د داعش خراسان ډله یې په افغانستان کې ځپلې ده، خو هغه بریدونه چې دا ډله یې مسؤلیت پر غاړه اخلي، لا هم دوام لري. په دې وروستیو کې د داعش خراسان څانګې د بدخشان ولایت د طالبانو د یوه چارواکي د ترور مسؤلیت هم منلی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته