د تایلنډ پولیسو نن سهار د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې د «نونتابوري» ولایت په یوه ښوونځي کې د خونړۍ ډزو په اړه نور جزئیات خپاره کړي دي. پولیس وايي، ۱۴ کلن زدهکوونکي لومړی په خپل کور کې خپل نیکه او نیا وژلي او وروسته ښوونځي ته تللی او ډزې یې کړې دي.
د رویټرز د راپور له مخې، پولیس وايي، د دغه زدهکوونکي په ډزو کې په ښوونځي کې شپږ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د تایلنډ پولیسو ویلي، دغه زدهکوونکي وروسته پر ځان هم ډزې کړې او روغتون ته تر انتقال وروسته یې ساه ورکړې ده.
د پولیسو په وینا، هغه له هغې وسلې څخه کار اخیستی چې د خپل نیکه وه. نوموړي ۲۶ ډزې کړې وې او ۳۶ نورې مرمۍ یې هم له ځان سره لرلې.
د تایلنډ د پوهنې وزیر پراسرت جانتاراروانګتونګ رویټرز ته ویلي چې د وژل شویو او ټپیانو په منځ کې ښوونکي او زدهکوونکي هم شامل دي. پولیسو هم تایید کړې چې بریدګر د همدې ښوونځي زدهکوونکی و.
دا په روان میلادي کال کې په تایلنډ کې پر یوه ښوونځي دوهم وسلهوال برید دی. د فبرورۍ په میاشت کې د دغه هېواد په جنوب کې په یوه بل ښوونځي کې د ډزو له امله یو ښوونکی وژل شوی او یو زدهکوونکی ټپي شوی و.
په تایلنډ کې د وسلو مالکیت او وسلهوال تاوتریخوالی کومه نادره پدیده نه ده. دغه هېواد په تېرو شپږو کلونو کې د څو خونړیو ډزو شاهد پاتې شوی چې په ځینو پېښو کې ماشومان هم قرباني شوي دي.
د تایلنډ په معاصر تاریخ کې تر ټولو خونړۍ ډلهییزه وژنه په ۲۰۲۲ کال کې د یوه کس له خوا ترسره شوه. په هغه پېښه کې یوه پخواني پولیس د دغه هېواد په شمال ختیځ کې د درې ساعته وسلهوال او چاقو برید پر مهال ۳۶ کسان، چې ۲۲ یې ماشومان وو، ووژل. ماشومان هغه مهال په یوه ورځني پاملرنې مرکز کې ویده وو چې برید پرې وشو.
د ۲۰۲۵ کال په جولای کې هم یوه وسلهوال کس د بانکوک په یوه بازار کې پنځه کسان، چې امنیتي کارکوونکي او یو پلورونکی هم پکې شامل وو، ووژل او وروسته یې په ډزو ځان وواژه.
