د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، له افغانستان سره به ټولې سرحدي دروازې او ټرانزیټي لارې بېرته پرانیستل شي.
پاکستاني رسنۍ «مینیټ میرر» د شنبې په شپه (۱۷ د زمري) په یوه راپور کې لیکلي چې نقوي دا پرېکړه د دغه هېواد د سوداګریزې ټولنې له استازو سره په خبرو کې کړې ده.
دغې رسنۍ لیکلي: «د فدرالي حکومت د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په مشرۍ له لوړپوړو چارواکو او د سوداګریزې ټولنې له استازو سره له یوې غونډې وروسته، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ټولو سرحدي دروازو او ټرانزیټي لارو د بېرته پرانیستلو پرېکړه وشوه.»
د راپور له مخې، له سوداګرو سره د نقوي په ناسته کې «د دوهاړخیزې سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو د لېږد د اسانتیا لپاره اقدامات» هم تر بحث لاندې نیول شوي دي.
د افغانستان او پاکستان د اتباعو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د «قانوني سفرونو د اسانتیا» موضوع هم مطرح شوې، خو په دې اړه کومه ځانګړې پرېکړه نه ده شوې.
تر اوسه د پاکستان حکومت چارواکو په رسمي ډول د دې غونډې د پرېکړو او د ټرانزیټي لارو او سرحدي دروازو د بېرته پرانیستلو په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي دروازې او ټرانزیټي لارې تېر کال د طالبانو او پاکستان ترمنځ له پوځي نښتو وروسته تړل شوې وې.
د پوځي نښتو له پراخېدو وروسته دواړو لورو لارې وتړلې او اوس یوازې د ننګرهار تورخم، د کندهار سپینبولدک او د هلمند بهرامچې سرحدي دروازې له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پر مخ خلاصې دي.
