په ارزګان کې روغتیايي سرچینې وايي، د دې ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
د ارزګان د عامې روغتیا ریاست یوې سرچینې نن (پنجشنبه، د زمري ۲۲مه) «اطلاعات روز» ورځپاڼې ته ویلي، چې یوه دوه کلنه نجلۍ پر پولیو اخته شوې ده.
سرچینې ویلي چې دغه نجلۍ د ترینکوټ اړوند د «سرخوم» سیمې اوسېدونکې ده.
د سرچینې په وینا، دغه ماشومه څو میاشتې مخکې د پولیو له نښو سره روغتیايي مرکز ته ورغلې وه او په دې وروستیو کې یې د لابراتواري معاینې پایله «مثبته» شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان تېره اوونۍ ویلي وو، چې افغانستان په روان میلادي کال کې د پولیو د ۱۵ مثبتو پېښو په ثبتولو سره په نړۍ کې د پولیو د نویو پېښو تر ټولو لوړه شمېره لري.
